یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط د خپل پخواني مالیې وزیر کور پلټلی او زغرګاډي يې ترې...

ط د خپل پخواني مالیې وزیر کور پلټلی او زغرګاډي يې ترې وړي

تاند:( چارشنبه، د حمل ۳۱ مه) د طالبانو د تېرې واکمنۍ د مالیې وزیر مولوي معتصم اغا جان په کابل کې د طالبانو له لوري د ده د کور د پلټنې خبر ورکړی.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې ‏‏طالبانو د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د هغه پر کور عملیات کړي او زرې موټرې او وسلې یې ترې وړې دي.

معتصم اغاجان د نوموړي د کورنۍ له غړو سره د امنیتي ځواکونو چلند نسبتأ مناسب بللی او خوښي یې ښودلې، چې د کورنۍ پر غړو یې ډزې نه دي کړي او دغه عمليات له مرګ ژوبلې پرته ترسره شوي دي.

معلومه نه ده، چې طالبانو د څه لپاره د معتصم آغاجان کور پلټلی.

ملا آغا جان دا هم نه دي ويلي، چې دی خپله په افغانستان او که له هېواده بهر ژوند کوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په پرله پسې ډول غیر طالب سياستوال له بهرنيو هېوادونو څخه د هېواد ته ستنیدو لپاره هڅوي.

په دې برخه کې دغې ډلې یو لوړپوړی کميسيون هم ټاکلی، خو تر اوسه يې د عملي اقداماتو او لاسته راوړنو په اړه جزییات نشته.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب