Homeخبرونهدفاع وزارت غزني ته د تازه دمه کومانډو ځواکونو د رسېدو خبر...

دفاع وزارت غزني ته د تازه دمه کومانډو ځواکونو د رسېدو خبر ورکړ

تاند (چهارشنبه د سرطان ۹) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې تازه دمې کومانډو ځواکونه غزني ولایت کې ځای پر ځای شوي دي او ډېر ژر به چاڼیز عملیات پیل کړي.

د چارواکو په خبره چې په دې عملیاتو کې افغان هوايي ځواک هم د کومانډویانو ملاتړ کوي او ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته راوګرځول شي.

دفاع وزارت وروسته تر هغه کومانډو ځواکونه غزني ته لېږلي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمنونکي راپورونه ورکړل شول او داسې اندېښنې وې چې ګواکې دا ولایت به یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازو تېره ورځ په مرکزي حکومت غږ وکړ چې جګړه د غزني ښار څنډو ته رسېدلې او که پوځي عملیات پیل نه شي ښايي دغه ولایت سقوط وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...