شاهمحمود میاخېل
په هر مسلک کې ایتکس یا د مسلک اخلاق او امانتداري مهمه مسله ده. ژورنالیزم یو پاک مسلک دی چې د مظلوم ولس اواز اوچتول او د حقایقو نه ولس خپرول دي. ژورنالست د دغه دوه واقعیتونو په نظر کې نیولو سره بیطرفه نه دی او باید واقعیتونه راوسپړي او د مظلوم یا بې دفاع لوري د مدافع وکیل په توګه خپل مسوولیت ادا کړي.
د افغانستان انترنشنل فارسي برخې سره په ژوندی خپرونه کې مې یو ځل خبریالې ته وویلې چې تاسي په خبر یا ترجمه کې تحریف مه کوي ځکه دوی د ملګرو ملتونو د خبرو تحریف په ترجمه کې کړې و. د انترنیشنل مسوولینو راته وویلې چې چیرته تحریف شوې و، نو هغه مې ورسره شریک کړ ځکه زه همیشه د تخریب نه په اصلاح، د جنګ نه په سولې او د جزایي عدالت نه په ترمیمي عدالت لکه ډاکتران چې د معالجې نه په وقایه زیات فوکس کوي، عقیده لرم.
یو ځل مې همدا مسایل هارون نجفي زاده، لطف الله نجفي زاده، پرویز کاوه او سمیع مهدي ته هم وویل چې ژورنالستیکي اصول په خپلو خپرونو کې مراعات کړې ځکه دا به د وطن په خیر وي خو په هر حال کله سم او کله ناسم روان دي.
اوس بیا هم انترنیشنل د معتادینو په روغتون د حملې په هکله د یونیما د خبرو تحریف کړې او هم غواړي چې د پاکستان روایت تقویه کړي. افغانستان انترنیشنل که د پاکستان د ISPR روایت تقویه کوي، نو بیا دې نوم بدل کړي او د پاکستان ISPR انترنیشنل تلویزون دې ورته ووایي څه فرق نه کوي. نوم د افغانستان او روایت د پاکستان تقویه کوي ځکه نن سبا یوه ډله په نامه مخالفین اسلام اباد ته د سیاسیونو, مدني فعالانو او ژورنالستانو په نوم، تګ او راتګ لري او دوی غواړي چې د هغوي روایت تقویه کړي.
د طالبانو د پالیسیو سره اختلاف او یا متبادل نظر د هر افغان حق دی او مونږ که په خپل کوم نظر عقیده لرو، هغه باید بې له ویرې ووایو بې له دې چې څوک خفه یا خوشاله شي.
خو ځیني داسې مسایل دي چې هغه د انساني، افغاني او اسلامي اخلاقو او د هیواد د عام ولس د ګټو پورې تړاو لري. هغه باید په هر وخت او هر حالت کې په نظر کې ونیول شي او دفاع ترې وشي.
د طالبانو د تګلارې او موجوده حاکمیت سره زما مخالفت شاید د بل هر چانه که زیات نه وي، کم هم نه دی. زما لیکنې او مرکې په تیرو پنځو کلونو کې او هم په تیرو دیرشو کلونو که وګوري، هیڅ تغیر زما په نظر کې نه دی راغلې. حتی د طالبانو په تیره پنځه کلنه دوره کې چې کابل جان مې ډیر سخت یادیده، هم افغانستان ته لاړ نشوم او صرف یو ځل د پېښور نه د دوه درې شپو لپاره کونړ ته د خپل پلار لیدو ته ورغلم خو هیڅ طالب چارواکې مې نه دی لیدلې.
نه د جمهوریت په وخت کې ما د طالبانو سره د نورو سیاسیونو غوندې چې اوس ځانونه مخالف ګڼي، رابطه درلوده او نه اوس د طالبانو سره کومه مستقیمه رابطه لرم. نه کابل او دوحې ته د طالبانو د لیدو لپاره پټ او ښکاره تګ او راتګ لرم. په غیر مستقیمه توګه دوی زما لیکنې او نظر لولې کله یې تایدوي او کله د دوی چڼي یې په کنځلو بدرګه او استقبالوي.
د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان وروستې حملې، یوازې د طالب په ضد نه دي بلکې دا د افغانستان او د افغانستان د ولس په ضد تجاوز، ظلم، تیرې او د افغانستان سره اعلان شوې جګړه ده ځکه دوی تاسیسات ورانوي او ملکي وګړي هدف نیسي. مخکې هم پاکستان د افغانستان سره په جګړه کې و خو نا اعلان شوې جګړه وه.
د پلچرخي د معتادینو په روغتون باندې حمله، نه یوازې د نړیوالو قوانیونو نه سر غړونه ده بلکې دا بشري جنایت دی ځکه معتادین د افغانستان ډیره مظلومه طبقه ده. هم په کور او هم په ټولنه کې رټل شوي او پخوانیو حکومتونو هم ورته سمه توجه نه وه کړې. طالبانو هم ترې د تبلیغاتو لپاره سؤ استفاده کوله او د ګلې په توګه یې په کمپ کې اچولي دي. په دغه طبقه کې د افغانستان د هر قوم او سمت مریضان شتون لري. د دغه مظلومې طبقې د مرګ او ژوبلې په اړه که هر څوک او هر سیاسي مشر، رسنیزې ادارې یا د طالبانو حاکمه ډله، د زرې قدرې سیاسي استفاده په فکر ولري، دا په حقیقت کې د یو انسان اسلامیت او افغانیت خو پریږده، د انسان په انسانیت هم شک پیدا کیږي چې ولې د دې مظلومانو د مرګ ژوبلې نه څوک سؤ استفاده کوي.
یا په بل روایت، د عقدې په اساس یا د طالبانو سره د مخالفت له امله د معلوماتو تحریفول، ژورنالستکي ایتکس خو نه دی خو په حقیقت کې د پاکستان سره په دغه جنایت کې د جرم د شراکت په معنی دی.
معتبرې نړیوالې رسنې لکه رویترز، الجزیره عربي او انګلیسي برخې، ټي ار ټي، بي بي سي، سی سي ټي وي، دویچه ویلې او نور زیاتې رسنې وایي چې د افغانستان حمله د معتادینو په روغتون شوېده. یوازې افغان انترنیشنل فارسي برخه وایي چې د پاکستان یوه منبع وایي چې د معتادینو روغتون ته طالبانو وروسته اور اچولې دی یا وایي چې ایا دا د معتادینو روغتون و که د انتحاري ډرونونو د جوړولو مرکز.
دا ډول ژورنالیزم نه دا چې ژیړ، ګوسفندي یا اکټویست ژورنالیزم نه دی بلکې د یوې بلې افراطې ډلې او فکر د تبلیغاتو افراطي دستګاه ده چې اخلاق او انسانیت په نظر کې نه نیسي.
ژورنالیزم هم اعتبار ته اړتیا لري او په دغه ډول تحریفي ژورنالیزم له امله افغانستان انترنیشنل خپل اعتبار د هرې ورځې په تیریدو سره د لاسه ورکوي.
نوټ: د دوی او ټولو نړیوالو رسنیو سکرین شاټونه دلته کتلې شئ.
@MediaHamasa @HNajafizada @LNajafizada @pajhwok @SamiullahMahdi @parwizkawa @AANafgh @AFIntlBrk @afintlpashto