Homeخبرونهد کابل له خونړي برید وروسته؛ اروپايي ټولنې د پاکستان او طالبانو...

د کابل له خونړي برید وروسته؛ اروپايي ټولنې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۷ مه) په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د پاکستان له خونړۍ بمبارۍ وروسته اروپايي ټولنې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

اروپايي ټولنې ویلي چې دواړه خواوې باید د نړیوال بشردوستانه قانون بشپړ درناوی وکړي او بېرته د خبرو اترو لاره خپله کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې په یوې ګډې اعلامیې کې کایا کالاس او د بشري مرستو کمېشنرې حجه لهبیب له دواړو لورو وغوښتل چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي او خبرې اترې بېرته پیل کړي.

په اعلامیه کې راغلي:
«په کابل کې پر یوه روغتیايي مرکز برید د داسې شخړې یو بل خونړی شدت دی چې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ملکي او طبي مرکزونه باید هیڅکله باید په نخښه نه شي، ځکه دا د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي دي، چې پکې د جینیوا کنوانسیونونه هم شامل دي.

اعلامیه زیاتوي:
«ټولې هغه خواوې چې په پوځي عملیاتو کې ښکېلې دي، مکلفې دي چې په هر حالت کې د دغو اصولو درناوی وکړي.»

اروپايي ټولنې همداراز له دواړو لورو وغوښتل چې ټول ممکن اقدامات وکړي څو ملکي وګړو ته د اوښتونکي زیان مخه ونیسي.

دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې پکې د پولې دواړو غاړو ته هوايي بریدونه او د توپخانې ډزې هم شاملې دي.

اروپايي ټولنې د نړیوالې ټولنې له نورو غوښتنو سره یوځای د اوربند او نوو خبرو اترو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به د ملکي تلفاتو د زیاتېدو او د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل شي.

1 COMMENT

  1. که افغانستان په بلجیم کې د اروپایي اتحادیې لپاره خپل سفارت درلودلي او د پاکستان دا جنګي جنایت یې مستند د دغې اتحادیې غړو سره شریک کړی وای ، نو حتما به د اروپا سوله دوستو خلکو د پاکستاني نظامي رژیم دغه بشري ضد جنایت غندلي او حتا دا موضوع به یې د هاګ د جرایمو نړیوالې محکمې ته د جنګی جنایت په توګه وړاندې کړې وه ، خو افسوس هلته مونږ فعال سفارت او سیاسي نمایندګي نه لرو.
    په بروکسل کې د افغانستان پخواني سفارت کې یو څو نفره دوکانداران ناست دي ، خپل شخصي کاروبار کوي ، د خپل هېواد له حالاتو بېخبره ، بې مسوولیته او خپلې مزې کوي . دغه ته وایي وطندوستي ، افغانیت او انساني حقوق؟
    البته د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو د استازو د کور ودان وي ، چې لږ تر لږه خپل انساني همدردي او د سولې غوښتلو غږ یې پر دواړو خواو کړیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...