Homeخبرونهپه یوه اوونۍ کې ۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او...

په یوه اوونۍ کې ۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۳ مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې ۷۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد افغانان په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي او زنداني شوي وو.

وزارت زیاته کړې چې له دې ډلې ۲۳۰ کسان د تورخم او ۵۳۳ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...