که د متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلي ټرمپ نسبت د یوه فرد په توګه ټول جمهوري نظام ته انصاف نه وي؛ نو بیا به دا هم له عدل لرې خبره وي، چې که د ټرمپ په څېر په شخصي او صحي لحاظ ذهني او اروایي ناروغ او په سیاسي او اجتماعي ډول غېر سنجیده، لنډپاری او په اصطلاح د اوسمهالې نړۍ د نسبتاً متوازن امنیت خرابونکی څوک څنګه په دومره لوړ مقام د همداسې یوه نظام له مخې په واک او اقتدار کې راتلای شي؟
طاقت یا ځواک د جمهوري ارزښتونو هغسې انډول نشي کېدای لکه نن چې یې د متحده ایالاتو ادعا ده، چې یوې خوا ته د جمهوریت چیمپین کېدل او بله خوا یې د نړۍ د خوړنې، استثمار او استعمار په ځواک لاندې کول ارزو وي، دا دواړه هغه عملي او نظریاتي تضادات دي، چې حد اقل د دغسې یوه جمهوري اصل نفي حتماً کوي.
د ټرمپ کومه یوه به بنده په نښه کړي؛ خو په خپله په بهرنیو چارو کې یې د سیاستونو او کړنو جنجالونه، د کاناډا په څېر متحد ته یې سپکې سپورې ویل، د ګرینلېنډ د الحاق او نیولو په ښکاره نارې وهل، په سپینه ماڼۍ کې یې بهرنیو مېلمنو سره ناوړه چلن، د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي سره یې د رسنیو د کېمرو مخې ته جنجالونه او ګواښونه، د امریکا پر دودیزو متحدینو یې نیوکې او توهینونه او په نړیوالو اړیکو کې یې د زور او فشار سیاست ته لومړیتوب، په تېره د غزې او ایران په جګړه کې د بشرې کتلې مرګ و ژوبله خو یې هغه څه دي، چې یوازې او یوازې د ټرمپ په څېر د زر او زور خاوندان یې کولای شي او هغه چې په دغسې معاصرو متشددو اوزارو لکه جنګ و جدل، زور، بدمعاشي او غوڼډه ګردۍ باور نه لري په اړه یې تصور هم نشي کړای؛ ځکه خو ممکن د ټرمپ د فکر و دریځ ترشا د جمهوري ارزښت هغه ادعا په بشپړ ډول درواغ او متضاده وي، چې متحده ایالات یې د یوه ریاستي تامل له مخې د نظام د اصل په اساس د ده جمهوري حق بولي؛ که چېرې د ټرمپ کړنې او سیاسي تګلوري جمهوري توجیه ولرلی شي؛ بیا خو یې تر هغې زیاته خطرناکه دا شوه، چې له مخې یې دای څنګه دغسې حق او تامل اخیستلی شي.
که څه هم د جمهوریت په معاصرو تعریفونو کې دا نظام د دغسې منځپانګیز یا مخصوص مفکوروي طرف اصل نه وي او د یوې وسیلې په توګه یا د یوه تګلوري په بڼه د هر چا لپاره د یوې لارې خبره کوي؛ خو هغه لارې چې د یوه بل بشري اصل نفي او د همداسې غېر متوازن چلن لپاره د دغسې مهرو مخه نشي نېوای؛ نو دا په خپله د یوې ډېرې ننګونکې پوښتنې په توګه راجع پوښتنه ده.
یوه بله خبره، چې که جمهوري ارزښتونه د بشري واقعیتونو انعکاس او بهبود ته ژمن وي؛ د امریکا په شمول همدا وخت اوسمهاله نړۍ ولې د دغسې یوه ارزښتمن نظام د اصل پر ځای د زور او زر یا د طاقت په ناولې لوبه متمرکزه ده او په شدت سره د تمدنونو د جګړو او محوې خبره یې انګیزه کېږي او د حق و باطل یا د رښتیاوو او درواغو ترمنځ تمیز یې تقریباً پکې ختم شوی دی، دا هغه وړې وړې پوښتنې دي، چې د غرب و شرق په څېر د لویو خواو او طرفونو لویې لویې کرښې او پوښتنې یې په نښه کړي دي، همغه کرښې چې دوی یې د مستعمرو یا محاصرو لپاره وسیله کوي؛ مثلاً هر هغه څه چې تمدني یا تهذیبي لوړوالی ښيي غرب یې د ځان ګڼي؛ برعکس شرق بې هیڅه، وحشي، بې تمدنه او دوی یې د احسان په توګه ورته راوړنکي، رغونکي او خواوږي دي؛ خو ولې وس دنیا وینې، چې نړۍ د زور په مټ یوازې زور پېژني او ټولې هغه تهذیبي او فکري ادعاوې او ارزښتونه درواغ او متضاد دي، چې دوی یې په اړه جدي او یوازې نارې وهي، غرب اوس هم د خپل بې ساري طاقت په زور د غلامی د ختمېدا په شعار اصلاً د غلامۍ او استحصال پروژي پر مخ بیايي، د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې د لاسوهنو لاسوندونه نور نشي پټېدای. د شرق هم بیا خپل مشکل دي؛ خو حد اقل د دوی په څېر په نورو د تسلط او استثمار خوا یې بیا د دوی په څېر نه ده.
د غرب په تېره د امریکا د شلمې پیړۍ له پېل تر دې دمه یې په افغانستان، عراق او فلسطیني او ایراني ولسونو مسقیمې او ښکاره حملې او مداخلې یې همغه څه وې، چې شعار او عمل دواړه یې بېل او بدل و؛ بلکې ظالمانه او وحشي هم وو.
زه دا هم درک کوم، چې د یوه فرد په توګه ممکن یوه نظام ته ګوته نېول منطقي نه دي؛ خو دا هم نشي رد کېدای، چې دغسې بې منطقه افراد هم د یوه نظام د پروسس له مخې په اقتدار کې راځي، چې ناوړ اغیز او اثر یې په ټول نظام او ټوله نړۍ کېدای شي؛ خو د دې دا مانا هم نه ده، چې د داسې افرادو په کړنو یا غېر سنجیده اعمالو یې ریاستي ترهګرۍ ته هم توجیه او برات ورکړو، دا یوازې د یوه شخص خبره نه وي؛ مثلاً د امریکا د ټولو امریکايي ولسمشرانو د تګلارې یوه برخه او تګلاره ده، په دغسې معاضلو کې د فرد او ریاست دواړو همغږي د یوې توطیه په اساس هم نشي رد کېدای؛ یعنې که ماتې وه، دا به فرد وي او که بری و، کريډټ به یې ریاستي وي؛ ځکه خو ممکن د ماتي او بري تر شا یې پلان او ستراتیژي هم یوه وګڼلای شي او هغه اخلاقي، جمهوري او تمدني ارزښتونه چې دوی یې خپل بولي تقریباً ټول پکې ختم او له جدي بحران سره مخ دي او دا هغه بحران دی چې د جمهوریت او امریکا په شمول یې د ټولې نړۍ توازون ګډوډ کړی دی او وجه یې همدا د ټرمپ په څېر د غېر جمهوري او غېر سنجیده افرادو هم کېدای شي؛ خو ترڅنګ یې ریاست هم په کې استثنا نشي لرلای.