دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا: په افغانستان کې مو څارونکي پوځي فعالیتونه دوام لري

امریکا: په افغانستان کې مو څارونکي پوځي فعالیتونه دوام لري

تاند:( پنج شنبه، د ثور دوه ويشتمه) د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مارک میلي وایي، چې په افغانستان کې خپلو څارونکو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د ‌خطر احساسولو په صورت کې د هوايي بریدونو وړتيا پکې لري.

نوموړي دا څرګندونې پرون د امریکا د سنا جرګې دفاعي کمیسیون یوې کميټې ته کړي، خو د دغو فعالیتونو د بڼې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

دغه امریکایي چارواکي وروسته له هغې دا ډول څرګندونې کړې چې په تېرې روژې میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترهګریزې حملې او بریدونه وشول، چې د ځينو مسووليت یې داعش ډلې پر غاړه واخيست.

د همدې اونۍ د یکشنبې په ورځ داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه، چې د شنبې په ورځ یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي.

خو تاجکستان په یوه اعلامیه کې وویل، دا توغندي نه، بلکې مرمۍ وې چې د طالبانو او داعش ترمنځ د وسلوالې شخړې پر مهال په تصادفي ډول د تاجکستان لوري ته ویشتل شوي دي.

مخکې تر دې د افغانستان له خاورې په اربکیستان هم د داعش ډلې له خوا د توغندیو د توغولو خبرونه ورکړل شوي وو، خو ازبکستان دا راپورونه رد کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا ويلي، چې د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد هیڅ ګواښ نشته او نه هم داسې څه ته اجازه ورکول کېږي.

نوموړي د داعش ډلې په اړه ویلي، چې هغه وړه پدیده ده، کله کله سرخوږی جوړوي او مقابلې ته یې د دوی خپل ځواکونه کفایت کوي.

مجاهد زیاتوي: دې ته اړتیا نه لیدل کېږي چې امریکایان یا بل څوک دې دلته د عملیاتو اراده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب