Homeخبرونهحامد کرزی: په هېواد کې وروستیو نښتو ته انديښمن يم

حامد کرزی: په هېواد کې وروستیو نښتو ته انديښمن يم

تاند:(پنجشنبه، د ثور دوه ويشتمه) ‏د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ‎افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې مېرمن دیبورا لاینز ‎سره د لیدنې پر مهال په هېواد کې د وروستیو نښتو په اړه انديښنه ښودلې ده.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر ويلي: په دې کتنه کې له شپږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانیستو او کار ته د ښځو پر بیا ورگرځېدو ټینگار وشو.

سرچينه زياتوي:«همداراز دواړو لورو په هېواد کې د وروستیو نښتو د راپورونو په اړه اندېښنه څرگنده کړه او تاکید وشو چې سرپرست حکومت دنده لري د هېواد ټول وگړي په یو ټغر راټول کړي، ملي اتحاد کلک او د خبرو اترو له لارې سوله او ثبات تامین کړي.»

د کرزي د دفتر په اعلاميه کې همدا شان راغلي:« پخواني جمهور رئيس د حجاب په اړه وویل”‎افغانان متدین خلک دي او تل یې د خپلو ملي عنعناتو سره سم د حجاب مراعات کړي‌ .“»

په وروستيو کې د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه د طالبانو او د دوی د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو په دې اړه د حامد کرزي انديښنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پر خپل ضد وسله والې هڅې يې د نه اندیښنې وړ او مهاريدونکې ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. د ټولو بدبختیو ، جنګ ، تبعیض ، ټالبانو ته د بیا راتګ زمینې مساعدول ټول د کرزي د ناکاره دولتمدارۍ نتیجه ده . کرزی خپل ځای ناستې ته د توطئو جوړولو مسوولیت هم پر غاړه لري . د نړیوالو مرستو پرځای نه مصرفول ، د یوې قوي او باثباته ملي اردو نه جوړول ، جنګ سالارانو ، غلو ، غاصبینو سره مدارا او هغوی ته واک ورکول ، د بېګناه خلکو وژل او زنداني کول هغه څه وو چې دا دی نن یې واک په لاس کې دی.
    کرزي او عبدالله غوښتل یوځل بیا د موقت حکومت واګې په لاس کې واخلي خو ټالبانو یې دا خوب ورباندې حرام کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...