دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهالکترونيکي تذکرې د « امارت» په لوګو نوي فارمټ کې چاپيږي

الکترونيکي تذکرې د « امارت» په لوګو نوي فارمټ کې چاپيږي

تاند:( پنج شنبه، د ثور دوه ويشتمه) ‏ د طالبانو حکومت پريکړه وکړه، چې الکترونيکي تذکرې به له سره چاپ او پکې د دوی د « اسلامي امارت» لوګو او فارمټ څخه ګټه واخيستل شي.

دا پریکړه نن د طالبانو د رييس الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د اداري کمیسیون په غونډه کې شوې ده.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې اړه د‌ عملي اقداماتو په اړه هم بحثونه شوي دي.

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې طالبانو له څو ورځو راهيسې د الکترونيکي تذکرو د وېش چارې ودرولې وې.

د دوی ځینو سرچینو د دې کار دليل« تخنیکي ستونزې» ښودلې وې.

ګومان کېږي، چې د الکترونيکي تذکرو له دغه بدلون څخه وروسته به، په پاسپورټونو کې هم طالبان ورته بدلون راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب