جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهترک پلاوی د افغانستان او پاکستان د کړکیچ د حل په موخه...

ترک پلاوی د افغانستان او پاکستان د کړکیچ د حل په موخه اسلام اباد ته ځي

‏تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس لومړۍ) ټاکل شوې چې د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاو د حل لپاره د خبرو په موخه اسلام اباد ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې دغه پلاوی به راتلونکې اونۍ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو د ترکیې د سفیر په وینا لیکلي، چې په دغه پلاوي کې به د ترکیې د استخباراتو رییس او د دغه هېواد یو شمېر وزیران شامل وي.

ترکي پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي چې، تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې پړاوه خبرې وشوې، چې وروستي دوه پړاوه یې په ترکیه کې ترسره شول خو بې نتیجې پای ته ورسېدل.

د ترکیې د دې تازه هڅې په اړه لا نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو تر دې وړاندې ایران او روسیې هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکیچ د حل د منځګړتوب وړاندیزونه کړي دي.

د نظر خاوندان د کړکیچ د حل لپاره خوشبینه دي خو وایي، که پاکستانی لوری له خپلو ناسمو غوښتنو وا نه وړي او د افغانستان پر وړاندې روانه ناسمه پالیسي بدله نکړي، ښایي د کړکیچ د حل هڅې مثبته پایله ورنکړي.

د مالوماتو پر اساس پاکستان په درېیم پړاو خبرو کې له افغان لوري غوښتي وو چې د پاکستان د امنیت تضمین وکړي، خو افغان لوري دا غوښتنه نه وه منلې او له امله یې خبرې ګډوډې شوې وې.

وروسته افغان لوري له پاکستان سره هر راز سوداګري ختمه او بنده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب