هغه وخت وړوکې وم چې له مور سره مې د نیکه کره تللې وم، د نیکه کور مې د ننګرهار د مرکیخیلو په لویه ترمې چې مونږ به ستره ترمې بلله و، نیکه ته به مونږ ټولو صبادار نیکه ویل د کلي خلکو هم صبادار بللو، خو بیا څو کلونه وروسته پوه شوم چې اصلي نوم یې ولیاجان و یوه ځوی یې په مکتب کې هم د صبادار نوم ورکړي و، زه پوه نه شوم چې دا نوم د مهاجرت په وخت پیښور کې چه پري ایښې و که څنګه؟
نیکه مې ډیره ځمکه لرله، دوی ډیرې اوبه نلرلې نو د چینې اوبو د زخیره کولو لپاره یې ډنډونه جوړ کړي وه، چې د غرمې به په کې د ماشوم ښه ساعت تیر و، بس ټوله غرمه به په اوبو کې پراته وه، نو له دوی سره زه هم لاړم، کله چې د اوړي په ډنډ ور ننوزې بیا نو وتل خوند نه درکوي، بس کله د ډنډ له غاړي ډنډ ته ټوپونه ور وهه او کله د ونو له څانګو چې پر ډنډ به را پرتې وي، مونږ په همدي ټوپونو کې و چې نیکه مې غولکه یا لینده په لاس چې ده به تل له ځان سره ګرځوله راغې زه له دې سزا نه څه خبر وم ټولو منډي کړي څوک له ډنډه وتل څوک له ونو په ټوپو نو را کوزیدل زه یوازي په ډنډ کې زبون وهلی پاتې شوم او په دې سوچ کې وم چې څه ټکه را ولویده چې دوی ټول لکه د سویې بچې په ټوپونو ووتل، زه همغسې په ډنډ کې وم چې په څنګ کې مې یو تیږه په اوبو ننوتله، مخامخ مې چې وکتل نیکه مې بل ګاټې یا تیږه په غولکه کې کیښوده، نو نور مې چاته ونه کتل او ماهم ټوپ کړل خو څو چې د ډنډ سر ته وتلم دوه دري واره یې په څټ کې ویشتې وم، چې بیا له هغې ورځې وروسته څو کلونه مې د نیکه کره ور نه غلم.