پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهد انسټاګرام کاریال؛ د څو کسانو د یو ځای بنډار کولو لپاره...

د انسټاګرام کاریال؛ د څو کسانو د یو ځای بنډار کولو لپاره اسانتیا رامنځ ته کوي

تاند ( جمعه، د کب ۱ ) د انسټاګرام کاریال تازه خپلو کاروونکو ته اعلان کړی چې په راتلونکې کمه موده کې به د څو کسانو یوځای خبرو اتر اسانتیا رامنځ ته کړي.

د هندوستان په ممبۍ ښار کې د انسټاګرام څانګې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوئ په څو راتلونکو اونیو کې د څو کسانو یو ځای سټرمینګ یعنې په ژوندۍ بڼه د یوځای خپرونې اسانتیا اضافه کوي.

خبرپاڼه کې د دغه کاریال د اجراوي مشر ایډم میسوري له قوله ویل شوي، دوئ د څلور کسانو په یوه ځای د ژوندۍ خپرونې اسانتیا وړاندې کوي چې په یادو کسانو کې به یو کوربه او درې میلمانه وي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، انسټاګرام د دې نوې اسانتیا رامنځ ته کولو ټول لومړني امتحاني مراحل بشپړ کړي دي.

دې کاریال د ۲۰۲۰ م کال د ډیسمبر میاشتې راپدیخوا په امتحاني ډول په هند کې دغه اسانتیا ارزولې چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان کې په ۲۰۲۰ م کال کې په ټیک ټاک بندیز د انسټاګرام ۶۰ سلنه کارونکي زیات کړي او د ژوندۍ خپرونې په مهال د څلورو کسانو دغه اسانتیا سره به هندوستان کې د انسټاګرام کارونکي څو چنده نور هم زیات شي.

باید یاده شي چې اوس وخت کې انسټاګرام باندې یواځې کوربه په ژوندۍ بڼه راتلی شي خو میلمانه ځآن سره نشي راخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...