د سره اوږده ټیکري له سوري یې د سر ویښتان جړ راوتلي وو. په تورو ګوتو کې یې ګیلاس ونیو, سړي ته وروړاندې شوه, ویې ویل:
– اې, سړیه! ملا مې خوږېږي, چې راتلې یو کوتی وېکس درسره راوړه, هاغه ملا چې پرې چاپ ده. شرمولی درد دی, تناره ته نشم ورکوزېدلی.
سړی په ګونډو شو, ګیلاس یې خولې ته جګ کړ, تور برېت یې د ګیلاس پر ژۍ ولګېدل. اوووف څنګه تریخ دی لکه زهر. ورشه, لږ شیرینک راوړه.
پر خړ ګیلم د ښځې د چاودو پوندو, پوستکی وسولید, ژغ یې شو. په خوشکه وویل:
– ورکې دې شي, ګرځېدلی لا نشم, ان زړه مې ترې برېښي.
له ټټره یې کلیانې راوایستې, د بکس کولپ ( قفل) یې خلاص کړ. پاکټ کې یې ګوتې ننویستې, سړي ته مخ کړ:
– بس دې دي؟
سړي تنګې سترګې ورواړولې:
– بس دي, بس دي.
ښځې په تورو ګوتو کې شیرینک ورته ونیو, ویې ویل:
– دا ده شیرینک هم بېخ ته رسېدلي, کوم زوی مړی رابرابر نه شي, سپک به شو.
– ښځې حوصله کوه! ایله دې زامنو ته بوټان راوړم.
– سړیه! د لښتې چپلکې هم شکېدلي, هوا سړه ده, یو جوړه پلاستیکي بوټان هغې ته هم راونیسه. مخصد ( مقصد) غټ مه راوړه دا ځل غوندې, پښو کې یې کړپېږي. یوه چامپه ( څلور خپرې ګوتې) یې بس دي.
– ښه ځه, جېب ته به ګورم. نیمه پیاله نور هم واچوه چې اتي ( ځتي) ناوخته کېږي.
سړي له سرو چایو غټ غوړپ وکړ. غوووړمممم شو, د کوټې لویه ښیښه راتویې شوه.
خیر کړې خدایه, نږدې وو.
سړی مخکې, ښځه ورپسې شوه, دواړه پښو لوڅي پر خړو ډاګونو ترپېدل , په منډو د انګړ تر وره ووتل. ټول ځای دود نیول و, د باراتو بوی یې سوږمې وسوځولې, ویې ټوخل. ښځه حیرانه دریانه د کلا مینځ کې ولاړه وه.
سړی ورټیټ شو, لښته په سرو وینو کې شټېدله.