Homeخبرونهکندهار کې ماین چاودنې ۱۴ ملکیان ټپیان کړي

کندهار کې ماین چاودنې ۱۴ ملکیان ټپیان کړي

تاند (جمعه د حوت ۱) د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند د پنجوايي دوه لارې په سیمه کې د ماین چاودنې ۱۴ ملکيان ټپیان کړي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا اته بجې رامنځته شوې.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چاودنه د یوې نانوايي مخې ته په بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې د ماشومانو په ګډون په کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار کې د میرویس روغتون یوه ډاکټر رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي.

پرون غرمه د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي و.

د جمال ناصر بارکزي په خبره، چاودنه د ارغنداب ولسوالۍ په بابرو سیمه کې پر دوو ملکي وګړو شوې وه چې دواړه ملکي وګړي یې ټپيان کړي چې د یوه پښې پرې شوي او بل لږ ټپي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...