جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمسؤلان وايي، له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره تیاری نیول شوی

مسؤلان وايي، له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره تیاری نیول شوی

تاند (جمعه د حومت ۱) د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسؤلان وايي، دوی له وچکالۍ سره مبارزې ته تیار دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پرون پنجشنبه ملت ته د حکومت د حساب ورکړې په پروګرام کې وويل، راتلونکی کال  وچکالي د یو لوی ګواښ په توګه پېژندل شوی دی.

د ښاغلي جېلاني په خبره، دغه وزارت  اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ وچکالۍ سره د مبارزې کميسيون جوړ کړی دی او پر وړاندې یې مبارزې ته چمتووالي لري.

په دې کمیسیون کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) سره په ګډه دې پايلې ته رسېدلي چې د وچکالۍ له کبله زيان ليدونکې سيمې  وپېژني او يادو سيمو ته د وچکالۍ رسېدو پر مهال دغو سيمو ته مرستې ورسېږي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني زیاته کړه، د هېواد شمال ختیځ او سوېل لوېديځې برخې به د وچکالۍ له کبله ډېرې زيانمنې شي.

نوموړی وویل، مخکې له دې چې وچکالي شي د غنمو کومې زېرمې چې په هېواد کې لرو ولایتونو ته لېږدوو او د وچکالۍ پر مهال یې په خلکو وېشو.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسؤلان وايي، دوی ځینې مرستې هم ځانګړې کړي او د وچکالۍ پر مهال به زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

د دوی د معلوماتو له مخې دا چې څومره کورنۍ به له وچکالۍ سره مخامخ شي، تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب