Homeخبرونهله موټر چلوونکو سره د مسعود اندرابي لیدنه؛ د لویو لارو ستونزې...

له موټر چلوونکو سره د مسعود اندرابي لیدنه؛ د لویو لارو ستونزې به هوارې شي

تاند (جمعه د حوت ۱) د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مسعود انداربي له قوله راغلي چې د لویو لارو د ستونزو هوارولو ته به پر وخت رسیدګي کیږي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن جمعه د ترانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې هغوی ته پر لویو لارو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته دنده سپارل شوې څو د لویو لارو د ستونزو هواري پخپلو کاري لومړیتوبو کې ونیسي او هره ورځ د خپل کار نتیجه له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له شااوخوا درې اونیو راپدېخوا د بار وړونکو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی و.

موټر چلوونکي وايي چې پر لویو لارو له دوی څخه په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کیږي او په وینا یې وهل ټکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې پر لویو لارو د باج اخیستنې په برخه کې یې تر دې دمه اصلاحي اقدامات ترسره کړي او د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې ۱۸۶ پولیس له دندو ګوښه کړي او د پېژنتونو فعال احتیاط ته ور پېژندل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...