لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
د تکفیر چاره، د مفاهیمو بیاکتنه:
له تکفیر سره مبارزه فریضه ده، هم په شرعي لحاظ او هم په دې لحاظ چې زموږ توپان ځپلې ټولنې امنیت او ثبات ته اړتیا لري. له دې ښکارندې سره د مبارزې لپاره ډېرې هڅې په کار دي. تر ټولو آسانه کار دا دی چې خلک یې له خطره خبر کړو، بیا د دې ښکارندې ریښې باید وسپړل شي، نه یوازې فکري ریښې یې، بلکې اروايي، ټولنیز، فرهنګي، او اقتصادي او سیاسي ریښې یې هم راسپړل غواړي. د منظمو څېړنو په رڼا کې داسې لارې را ایستلی شو چې له مسلمانانو سره پر دې ستونزې په بر کېدو کې مرسته وکړي.
په دې برخه کې یوه مهمه چاره په دې مبحث پورې د تړلیو مفاهیمو او اصطلاحاتو بیا کتنه ده. زموږ د مسلمانانو د دیني اصطلاحاتو په منځ کې د کفر او ایمان اصطلاحګانې، خورا اساسي کلمې دي. دغه دوې اصطلاحګانې چې مختلف دلالتونه یې پیدا کړي دي، زموږ د فکر په ایجاد کې مهم نقش لري. دا دوې کلمې د نورو شرعي کلمو د منظومې په مرکز کې دي او د ډېر نورو شرعي کلمو مختلفې معناګانې د همدې دوو اصطلاحاتو په محور کې تعیینېږي. د همدې کفر او ایمان د کلمو له مخې د مؤمن انسان په ذهن کې نړۍ په دارالاسلام او دارالکفر باندې، خلک په کافر او مؤمن باندې، ارزښتونه په ښه او بد باندې، ډلې په حق او باطل باندې، او وګړي په لومړۍ درجه او دوهمه درجه باندې وېشل کېږي.
که شرعي نصوصو، لومړی قرآن مجید او وروسته معتبرو نبوي حدیثونو، ته مراجعه وکړو، وبه وینو چې دغه دوې کلمې ډېرې معناګانې او مدلولونه لري. د دې کلمو هغه لغوي دلالت چې اسلامي متنونو ته تر لاره کولو مخکې، له ډېر پخوا څخه په عربي ژبه کې روان و، د دلالتونو یو پټ یې دی. خو وروسته د دیني متن له تکون سره، چې خاص نړۍلید یې درلود او د نویو ارزښتونو د ایجادولو په لټه کې و، د دې کلمو په دلالتونو کې نور پټونه هم ورزیات شول او په نویو سیاقونو کې د واقع کېدلو په وجه یې نوي بعدونه پیدا کړل. پر دې سربېره، د اسلامي تمدن په لومړیو پېړیو کې نوي علمونه راپیدا شول او دغه علمونه هم پخپله نوي سیاقونه شول او دغو کلمو ته یې لا زیات دلالتونه پیدا کړل. نو زموږ دغه خورا اساسي دیني کلمې، له لوړو ځوړو ډکه تاریخچه لري او هره یوه یې زموږ د دیني او فرهنګي ذهنیت، مفاهیمو، او انګېرنو په رغښت کې نقش لري.
که د کفر د کلمې پل پسې واخلو او په عربي ژبه کې یې د پیدایښت له وخته دیني متن ته یې د ورننوتلو او په اسلامي فرقو او مذهبونو کې یې د کارولو بڼې او معناګانې وځیرو، نو وبه وینو چې دې کلمې هر وخت یو شانه معنا نه ده لرلې او نن سبا هم د دې کلمې دقیق استعمال آسانه نه دی. دا کلمه په قرآن او حدیث کې په دغو معناګانو کارول شوې ده: پوښل، ناشکري کول، ګناه کول، منکرېدل، برائت غوښتل، دښمني کول، او همدارنګه د کفر په اوسنۍ معنا راغلې ده. دا چې دې کلمې له هماغه پیل څخه ایکي یوه معنا نه ده لرلې او وروسته بیا په دیني نصوصو کې هم په مختلفو معناګانو کې کارېدلې ده، نو ځینو عالمانو هم په شرعي معنا د کفر کلمه ذو مراتبه بولي او وايي: “کفرٌ دون کفرٍ و شرکٌ دون شرکٍ” یعنې ځینې کفرونه تر ځینو کفرونو ټیټ دي. یعنې کفر څو ډولونه لري او ټول کفرونه له دین څخه د وتلو معنا نه لري، بلکې یوازې یوه معنا یې دغه مفهوم لري او دا په اصطلاح کې کفر اکبر یا لوی کفر بللی شو. سخت اخروي ګواښونه او همدارنګه درنې دنیوي جزاګانې په همدې ډول کفر پورې ځانګړې دي. د کفر نور ډولونه چې کفر اصغر بلل کېږي، داسې نه دي. د کفر نور ډولونه له ایمان سره په ټکر کې نه دي او ډېر مؤمنان پرې اخته دي، خو دا کفرونه د دې سبب نه کېږي چې دوی دې د اسلام له دایرې څخه وشړل شي. په ځینو کسانو کې کفر او ایمان سره یو ځای په سوله کې ژوند کوي، بې له دې چې یو یې بل ته مزاحمت وکړي. د بېدل په وینا:
کفر و دین در گره پیچ و خم یکدگرند/ ظلمت و نور چو آیینه و جوهر به هماند
او په ګلشن راز ک د شبستري په وینا:
حقیقت خود مقام ذات او دان/ شده جامع میان کفر و ایمان
مولانا هم ویلي دي:
کفر من آیینه ایمان تست/ بنگر اندر کفر ایمان ای پسر
هغه کسان چې په تکفیري ذهنیت اخته کېږي، دغه توپیرونه او ظرافتونه نه شي درک کولی. یو علت یې دا دی چې د کفر او ایمان د ماهیت درک یې برسېرن او عامیانه درک دی. د کفر او ایمان د حقیقت په اړه جدي فکر پر دې سربېره چې په متعارفو دیني علومو پوهېدل غواړي، د نورو علومو لکه ارواپوهنه، دیني ارواپوهنه، د دین ټولنپوهنه، علم کلام، د دین فلسفه، د دین ژبه، او نورو علومو مطالعه هم غواړي.
د کفر او ایمان مختلف تعریفونه وو او شته. دا اختلاف د اسلام د تاریخ له خورا پخوانیو دورونو راهیسې تر ننه پورې روان پاتې شوی دی. ایمان د علم او معرفت له ذاته دی، که د احساس او عاطفې، که د غوښتنې او ارادې له جنسه؟ عمل د ایمان برخه ده که د ایمان محصول او نتیجه؟ ایمان د ګناه او معصیت په وخت کې هم په انسان کې وي، که د ګناه په وخت کې له منځه ځي؟ د ایمان او کفر په اړه داسې ډېرې پوښتنې او مناقشې رامنځته شوې دي او زموږ په تاریخ کې په دې اړه خنډن اختلاف پاتې شوی دی. دا چې د مختلفو اسلامي مذهبونو او د بېلابېلو څانګو د پوهانو تر منځ دومره ډېر اختلافونه شته، معنا یې دا ده چې دا مسئله په خپل ذات کې پېچلې ده او په آسانۍ سره یې په اړه قضاوت بې احتیاطه خبره نه شو کولی.
دا سمه ده چې د دې موضوع ځینې تعریفونه او تفسیرونه تر نورو زیات عام شوي دي او علتونه یې ګڼ دي، لکه: تر پنځمې پېړۍ راوروسته د سکولاستیکي دیني نظام واکمني، په وروستنیو دورو کې تمدني راپرځېدل، د اجتهاد او نویو فکرونو د لمبو تتېدل، د واکمنانو له لوري د ځینو تعبیرونو او قرائتونو پلوي او د ځینو نورو څنډې ته پورې وهل. خو د یوه خاص تعبیر عامېدل، نه د هغه تعبیر د پوره حقانیت معنا لري او نه دا معنا چې ګواکې د نورو تعبیرونو امکان نشته.
له تکفیري ذهنیتونو سره د مقابلې او په دې برخه کې د تعادل د بېرته راستنولو لپاره دې ته اړتیا لرو چې په دې لوی مبحث ښه وپوهېږو او د اسلامي فکر په تاریخ کې د کفر او ایمان د تعریف په سر شویو پرېمانو مناقشو باندې سر خلاص کړو چې لومړی خو پر یوه خوا ډېر تکیه ونه کړو، په تېره بیا په سخت دریځه خوا باندې، او هېڅ تعریف د کاڼي کرښه ونه ګڼو، ځکه چې دا ټول بشري اجتهادونه دي. دوهم دا چې که غواړم ځینې تعریفونه غوره وګڼو، نو هغه اجتهاد باید غوره وګڼو چې د خلکو په منځ کې د تشدد او فتنې مخه نیسي او د تسامح او بل منلو لاره هواروي. د ایمان او کفر د مفهوم بیا کتنه او تر کلیشهيي انګېرنو ها خوا ته تلل به مو له دې وساتي چې نور خلک بې لارې وبولو او خوله ورته خلاصه وکړو.
که موضوع ته په دې نظر وګورو نو داسې پوښتنې به را مخې ته شي: مثلاً، که څوک له دین سره قصدي دښمني او ضدیت ونه کړي، په کفر کې حسابېدلی شي؟ که چا پلټنه او پوښتنې وکړې او بلې نتیجې ته ورسېد، څنګه؟ که چا ته د دین واضح پیغام نه وي رسېدلی، هغه کافر بللی شو؟ که پر چا حجت تمام شوی نه وي او په همدې وجه هغه د دین مباني سم نه وي درک کړی، نو هغه باید کافر وګڼل شي؟ که په دې برخه کې پر الهي عدل باور ولرو او هماغه مو د قضاوت مبنا شي نو اکثر غیر مسلمانان چې هېڅ دښمني یې نه ده کړي، معذور نه ګڼل کېږي؟ که د دې خلکو لپاره چې اکثریت دي، کوم عذر ولټوو، دا به تر دې اخلاقي کار نه وي چې هغوی په دوزخ محکوم وګڼو؟ د کفر او ایمان بیا کتنه د تکفیر کار و بار خرابوي.