جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: افغانستان کې د ناورین مسولیت به د امریکا په غاړه وي

طالبان: افغانستان کې د ناورین مسولیت به د امریکا په غاړه وي

تاند(جمعه، د حوت ۱) طالبان وايي که مقابل لوری د ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، د هر راز بشري ناورین مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي.

طالبانو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د دوحې د تړون عملي کول هم دامریکا او ناټو په ګټه دی او هم د افغانستان او په وینا یې، که مقابل لوری د تېرو ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، راتلونکي کې به د هر راز احتمالي جګړې او بشري ناورین مسؤلیت دامریکا پر غاړه وي.

د یادونې ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.

ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.

د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.

د سټولټنبرګ له خبرو سره هممهاله د امریکا دفاع وزیر لویډ جیمز اسټين د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په وروستۍ ورځ وویل، چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي او د امریکایي ځواکونو وتل به په منظم شکل وي.

د امریکا دفاع وزیر له ناټو غړو هېوادونو مننه وکړه، چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ عملیاتو ته ژمن دي.

اسټین په خپلو خبرو کې په مکرر ډول وویل، چې د افغان سولې او امریکایي ځواکونو وتلو په برخه کې به له خپلو ملګرو او شریکانو سره مشورې کوي.

هغه دا هم وویل، چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب