جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت په بېړه د ځواکونو نه ایستلو په هکله د ناټو...

افغان حکومت په بېړه د ځواکونو نه ایستلو په هکله د ناټو د پرېکړې هر کلی وکړ

تاند (جمعه د حوت ۱) د افغانستان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشورو ته به دوام ورکوي او دغه راز د ځواکونو په وتلو کې بېړه نه کوي.

دغه څرګندونې د ولسمشر اشرف غني د وياند مرستيال دواخان مينه پال نن جمعه پر خپل ټویټر کړي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړې، حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کي بېړه نه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال په خبره چې طالبانو باید د دوحې تر هوکړې وروسته له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې وای خو زیاتوي چې د یادې ډلې اوس هم په خپلو منځونو کې پیاوړې اړیکې لري.

نوموړی وايي، «موږ او ناټو د یو مشترک تهدید پر وړاندي، ګډه مبارزه کوو. دامشترک تهدید دالقاعدې په شمول ټولي تروریستي ډلي دي، چې له طالبانو سره پیاوړې اړیکي لري، ددوحې تر توافقنامه راورسته طالبانو باید دا اړیکې  قطع کړي وای، خو برعکس غزولې او پیاوړي سوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ جیمز اسټين د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په وروستۍ ورځ وویل چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي او د امریکایي ځواکونو وتل به په منظم شکل وي.

د امریکا د دفاع وزیر له ناټو غړیو هېوادونو مننه وکړه، چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ عملیاتو ته ژمن دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغان سولې او امریکایي ځواکونو وتلو په برخه کې به له خپلو ملګرو او شریکانو سره مشورې کوي او زیاته یې کړه چې واشنګټن د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب