تاند(جمعه، د حوت ۱) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
سټولټنبرګ ویلي، ناټو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده.
نوموړي په ټولو لورو غږ کړی چې د سولې خبرو د تقویت او د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې.
هیره دې نه وي چې نن افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کې بېړه نه کوي.
دغه څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.
نوموړى زیاتوي چې حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کي بېړه نه کوي.
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ انلاين غونډه تېره ورځ ناوخته له کومې څرګندې پرېکړې پرته پاى ته ورسېده.
د یادونې ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.
ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.
د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر.
هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.