جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ: ناټو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ...

سټولټنبرګ: ناټو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

تاند (جمعه د حوت ۱) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر اشرف غني سره د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته ټیلیفوني خبرې کړي.

سټولټنبرګ نن جمعه پر خپل ټویټر لیکلي چې ناټو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده.

نوموړي په ټولو لوریو غږ کړی چې د سولې خبرو د تقویت او د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې.

تر دې مخکې د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم پر خپل ټویټر لیکلي و چې افغان حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشورو ته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کي بېړه نه کوي.

خو ښاغلي مینه پال د ولسمشر غني او ینس سټولټبرګ د ټلیفوني خبرو په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې (۲۹ او ۳۰) په ورځو کې په آنلاین ډول تر سره شوه.

که څه هم په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د راتلونکي حضور په هکله پرېکړه ونه شوه، خو ناټو د بیا ځل لپاره ژمنه وکړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشورو ته دوام ورکوي.

ینس سټولټنبرګ په دې ناسته کې وویل چې اوس هم یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره فرصت شته او ښکیل لوري باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب