پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبهرنيو چارو وزارت: روسیه دې طالبان له افغان حکومت سره نه پرتله...

بهرنيو چارو وزارت: روسیه دې طالبان له افغان حکومت سره نه پرتله کوي

تاند(جمعه، د حوت ۱) بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت په اړه څرګندونې، د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي.

ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نشي.‌

نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه “ملي ډله” بللې او ادعا یې کړې چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنټرول کې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ضمير کابلوف د دې خبرې په ځواب کې چې ګواکې طالبان د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي ویلي،‌ طالبانو خپلو څلورو مهمو ژمنو، یعنی د تاوتریخوالي کمول، د سولې خبرو ته حاضرېدل، له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمول او د جګړې ډګر ته د خپلو خوشي شویو جنګیالیو نه لېږل،‌ نه دي پوره کړې.

په ورته وخت کې افغان حکومت د ناټو د هغې پرېکړې هرکلی کړى چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونه په وتلو کې بېړه نه کوي.

دغه څرګندونې د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، تجهیز او سلا مشوروته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کي بېړه نه کوي.

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ انلاين غونډه تېره ورځ ناوخته له کومې څرګندې پرېکړې پرته پاى ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب