Homeخبرونهعبدالله: تلپاتې سولې ته رسېدل به د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره...

عبدالله: تلپاتې سولې ته رسېدل به د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي

تاند (جمعه د حوت ۱) د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي د افغانستان اوسني وضعیت او د سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ د فعال حضور له امله شته ننګونو ته په پام سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لازم شرایط کیدای شي د دواړو لوریو د خبرو او تلپاتې سولې ته د رسېدو په پایله کې رامنځ ته شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې شورا مشر عبدالله عبدالله د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له وروستۍ پرېکړې چې د سولې له بهیر، بین الافغاني خبرو، د تاوتریخوالي پای ته رسولو، د خبرو مېز ته له راګرځېدو څخه یې غوڅ ملاتړ ښودلی او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي هرکلی کړی دی.

د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو آنلاین دوه ورځینۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

که څه هم په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د راتلونکي حضور په هکله پریکړه ونه شوه، خو د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سټولټنبرګ په خبره، ناټو سازمان په پرېکنده ډول د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې یې شتون هم د سولې بهیر د یوې برخې په توګه تنظیم کړی دی.

په ورته مهال طالبان وايي که مقابل لوری د ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، د هر راز بشري ناورین مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

طالبانو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د دوحې د تړون عملي کول هم دامریکا او ناټو په ګټه دی او هم د افغانستان.

دوی وايي، که مقابل لوری د تېرو ناکامه تجربو د تکرار هڅه وکړي، په راتلونکي کې به د هر راز احتمالي جګړې او بشري ناورین مسؤلیت د امریکا پر غاړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...