یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاپه مېرمنوکې د مياشتني عادت اړوند روحي تشویشونه

په مېرمنوکې د مياشتني عادت اړوند روحي تشویشونه

ډاکټر رحیم هلال/ کابل

دا سندروم (premenstrual syndrome) په مېرمنو کې عبارت له یو لړ هغو روحي اندېښنو او نښو نښانو څخه دی چې د دوی په میاشتني عادت پورې اړوندې وي او تر ډېره حده عصبي منشا ولري.

په مېرمنو کې دا يوه فزیولوژيک اکر دی خو کله چې ورځنی ژوند يا چارې له ستونزو سره مخ کړې نو ورته د میاشتنې عادت اړوند سنډروم یا PMS ویل کېږي

له میاشتنې عادت څخه یوه یا دوه اونۍ مخکې رامنځ ته کېږي او (ډېر ځلي) د عادت د پيل په لومړی ورځ په تدریجې ډول له منځه ځې، په ځينو مېرمنو کې يې نښې نښانې عادې او پرمختللې نه وي خو په ځینو کې بیا دومره شديدې او ګواښونکې شي چې خبره پکې د ژ وند د ختمولو تر هڅې ورسېږي.

د نړۍ نژدې پنځه اتيا (۸۵) سلنه مېرمني په دې سنډروم اخته کېږي. زیاتي پېښي يې په هغو کورنیو کې ثبت شوي چې له اقصادي پلوه ښه ژوند نه لري.

تر اوسه پورې طبي سرچینو او کتابونو د دې سنډروم دقیق عامل نه دی په ګوته کړی خو ځينې روغتیايي سرچينې ښيي چې په میرمنو کې د ښځينه هورمونونو تغيرات چې په میاشتنې عادت کې رامنځ ته کېږي د دې سنډروم په منځ ته راتلو کې رول لري يانې  د میاشتنې عادت په جریان کې د progesterone  هورمونو زیاتوالی او د  Estrogen  هورمون کموالی د دې سندروم د رامنځته تګ عمده علتونه دي.

ځينو کتابونو د یادو هورمونو په تغير سربېره په وجود کې د ویټامینونو کمښت، د یو شمېر مالګو او خوراکونو کارول، د شرابو استعمال او د سیروټونین (serotonin) کموالی هم د  دې سنډروم د منځرامنځته کېدو علتونه په ګوته کړې دي.

دا سنډروم په میرمنو کې په روحي او عصبي نښو نښانو سربېره د یو لړ فزیکې نښو نښانو د رامنځ ته کېدلو لامل هم ګرځي.

فزیکي نښې نښانې

د سر، ملا، عضلاتو، د بندونو دردونه، د تیونو درد او پړسوب، د ګېډي درد او نارامتیا، قبضیت/ اسهال، زړه بدوالی، د وزن زیاتوالی، او د خوب تشوشات يې د فزیکې نښونښانو له ډلې څخه دي.

عصبي نښې نښانې:

جذباتي کېدل، د نورو له خبرو سره حساسیت لرل، خپګان او تشویش، ژړل او په لوړ اواز چیغې وهل، د حافظې کمزوري، د اشتها زیاتوالی، ستړتیا، د جنسې مقاربت د لېوالتیا کموالی، ګنګسیت او په کار کې نه تمرکز يې د روحي او عصبې نښو نښانو له ډلې څخه دي

تشخیص يې:

تر اوسه پورې د دې سنډروم د تشخیص لپاره کومې ځانګړې لابراتواري ازموينې نه دي په ګوته شوې، خو د نښو نښانو په شته والې سره يې په کار ده ټولې هغه ناروغۍ چې دا نښي ورسره ورته والی لري رد او په اړه يې پلټنه وشې.

که چېرته د پورته یادو شوېو نښو/نښانو له ډلې څخه ټولې او یا څو يې شتون ولري نوستاسو د ډاکټر/ډاکټري له لورې به  اړونده تداوي شروع کړای شي

طبي کتابونه یادونه کوي چې د premenstrual syndrome  تفریقي تشخیص په کار دی لاندې حالاتونو( ناروغيو) سره وشي؛

1_ Anemia

2_ Anxiety Disorder

3_ Chronic Fatigue Syndrome

4_ Panic Disorder

5_ S.L.E

6_ Hypothyroidism

7_ Hyperthyroidism

8_ Hyperproluctenimea

9_ Somatoform Disorder

د دې سنډروم (premenstrual syndrome) تداوي :

تداوي يې دا ده چې د ژوند په ډول (بڼه) کې په تغير راوستل شي، طبي درمل، یو شمېر ویټامینونه او منرالونه وخوړل شي (باید هر څه د ډاکټر په مشوره وي.)

د ژوند په بڼه کې بدلون تر بل هر څه د دې سنډروم په له منځه وړلو او کابو کولو کې زیات اغېز لري، په دې اړه لاندې څو سپارښتنې باید په پام کې ونېول شي:

ـ هره ورځ باید منظم تمرین  یا لږ تر لږه پلی تګ وشې

ـ مناسب غذايې رژيم باید واخستل شې په ځانګړې ډول سبزیجات میوې حبوبات او داسې نور د ژوند ورځني خواړه باید وګرزول شي

ـ د مالګې له زیات استعمال، د زیاتو خوږو له خوړلو او الکولو له استعمال څخه باید ډډه وشي

ـ سګریټ باید ونه څکول شي

ـ هڅه دي وشې چې په روزمره ژوند کې د بوختیا لپاره پلمه ولټول شې ،تفریح  دي وشي، یا لیک او لوست باندي باید ځان بوخت وساتل شي.

لکه څنګه چې پورته هم یادونه وشوه؛ که چېرته په کومو مېرمنو کې د دې سنډروم (premenstrual syndrome) ټولې يا څو نښې نښانې شتون ولري په کار ده د درملنې او ارزیابۍ په پار يې کوټلې ګامونه واخستل شي.

که پر وخت  کره تشخیص او درملنه ونه شي د دې سنډروم د یوه شديد او خطرناک حالت  چې د premenstrual Dysphonic Disorder  په نوم ياېږي د منځ ته راتلو لامل ګرځي؛  په وجود کې serotonin مادي د کموالي چې  یو Neurotransmitter  دی  په پایله کې منځ ته راځي

د premenstrual Dysphonic Disorder نښې نښانې عبار ت دي له :

ـ د غمجن او ناروغيز حالت احساسول او حتی د ځان وژلو لپاره هڅه کول.

ـ Anxiety or Tension

ـ  چیغې وهل/ ژړل

ـ داسې خفګان او غصه کول چې په ټولنه او کورنۍ کې د نورو وګړو د ازیت لامل ګرځي

ـ په خپل ځان باندې د کنټرول نلرل

ـ د خوب تشوشات

ـ ستړتیا او د توان نشتوالی

ـ د تیونو حساس کېدل او پړسوب

ـ د عضلاتو دردونه او ځان خوږ

ـ په ورځینو چارو کې دلچسپي نه لرل

که چېرته له پورته نښو څخه پنځه يې شتون ولري نو premenstrual Dysphonic Disorder تشخیص دی او په کار ده  په اړه يې له عقلي/ عصبي ډاکټر سره مشوره وشې او اړوند درملنه تر لاسه شي

معمولا ډاکټران داسې ناروغانو ته  selective anti depressant  درمل شروع کوي چې ښه پایله يې لرلې ده

نوره تداوي يې  (premenstrual syndrome  په څېر ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب