Home+د شکر ناروغي؛ ډولونه، نښې او مخنیوی | ډاکتر ش میره‌کی

د شکر ناروغي؛ ډولونه، نښې او مخنیوی | ډاکتر ش میره‌کی

په لنډه توګه وايو چی ډيابيټس (diabetes) يوه اوږده (مزمنه) ناروغي ده چې ټول بدن ته زیان رسولی شي. او په ساده ټکو درې روښانه نښې لري.

لومړی: یې ډیر اوبه څښل یا پولې دیپسیا

  دویم: ډیرخوړل یا پولې فوجیا

دریم: ډیرې بولې (میتیازې) کول دي یا پولې یوریا

پخوا خلکو يوازې داسې ګڼله چې د شکر په ناروغۍ اخته کسان بايد خواږه ونه خوري مګر اوس پوهېږو چې دلته نورې خبرې هم شته. د ساري په ډول زموږ بدن د خوږو موادو د مصرفولو په خوا کې د غوړينو موادو په استقلاب (مصرفولو) کې هم ستونزې لري.

او په طبابت کې دا درې عمده نښې لري:

۱: ډیر څښل یعنې پولې دیپسیا polydipsia.

۲: ډیر خوړل یعنې پولې فیجیا polyphagia .

۳: ډیر میتازې کول یعې پولې یوریا  polyuria .

په دې ټول پوهېږو چې زموږ بدن انرژي ته اړتيا لري او د انرژي لپاره خوړو ته ضرورت لرو. د انرژۍ تر ټولو ارزښتمنه وسيله زموږ بدن ته ګلوکوز يا بوره ده. ګلوکوز له بورې پرته په نشايسته، د غنمو ډوډۍ، شيدو، کچالو، ميوې او ډيرو نورو خوړو کې شته.

‎دا مواد له خوړلو وروسته هضمېږي او بالاخره د بدن لپاره د نورو اړوندو موادو په خوا کې ګلوکوز هم برابروي. له دې وروسته ګلوکوز وينې ته ځي او په ټول بدن کې ويشل کېږي. ګلوکوز په وينه کې په يوه معينه اندازه موجود وي. چې دې ته د وينې د ګلوکوز سويه يا اندازه وايي. د بدن د سم کار کولو لپاره ضروري ده چې د شکرې دا سويه نه له اندازی زياته وي او نه کمه. زموږ بدن دغه ضروري سويه په خپله کنترولوي او دا کار د انسولين په نامه د يوه هارمون په وسيله کیږي. دغه ارزښتناک هارمون د پانقراس په نامه په يو غړي کې، چې زموږ تر معدې لاندې دی، جوړېږي. د انسولين په مرسته زموږ د بدن په هره حجره کې ګلوکوز ځای پر ځای او بیا یې په انرژي تبدیلوي او انسان له هغې څخه انرژي اخلي. دا ټوله سلسله له خوړلو وروسته په اتومات ډول ترسره کېږي. له خوړو وروسته د ګلوکوز سويه په وينه کې پورته ځي. او د پانقراس غده د دې په ځواب کې انسولين وينې ته لېږدوي، د انسولين په مرسته زموږ حجرې ګلوکوز له وينې څخه اخلي او سوځوي. په دې توګه په وينه کې د ګلوکوز سويه په يو حالت کې ساتل کېږي. د شکرې په ناروغانو کې يا د انسولين اندازه لږه وي او يا هم کار يی سم نه وي. له دې کبله د وينې د ګلوکوز سويه لوړه ځي

د شکر ناروغي څو ډولونه ده؟

Type 1 diabetes  لومړی ډول ډيابټ

‎د بدن د خپل دفاعي ځواک د يوې غلطۍ له کبله د پانقراس هغه برخه چې انسولين جوړي له منځه ځي. د دې ډول ډيابټ درملنه يوازې د انسولين ستنو په لګولو سره کيږي. له درملنې پرته د دې ډول شکرې ناروغان ژوند نه شي کولی.

‎د دې لامل چې ولې په دفاعی ځواک کې ستونزه پيدا کيږي، تر اوسه پوری نه ده ښکاره شوی. د ارثيت په خوا کې نور فکټورونه هم په دې کې خپل اثر لري لکه خوراک، ويروسونه، بکتریاوې او داسې نور.

Type II diabetes دويم ډول ډيابټ

‎په دې ډول کې د پانقراس غدې یا غده  لږ انسولين جوړوي او يا هم د بدن حساسيت يا عکس العمل د انسولين په مقابل کې کمېږي. له دې کبله د وينې د ګلوکوز سويه لوړه ځي. ډير وخت د بدن غوړ لکه کولسټرول او د وينې فشار هم لوړ ځي.

‎دا ډول ډیابټ ډير ورو پرمختګ کوي،  له همدې کبله له زياتو کلونو وروسته پېژندل کيږي او په دې موده کې دا ناروغي نوره هم پرمختګ کوي،  او بدن ته زيانونه رسوي. له همدې کبله ډيره اړینه ده چې د شکر دا ډول ژر وپېژندل شي چې په وخت سره يې درملنه وشي

‎ارثيت په دې ډول کې د لومړی ډول پرتله ډير غټ رول لري. ډیر وخت د ارثيت په خوا کې، چاغښت، د سپورټ يا ګرځيدو کمښت، د وينې لوړ فشار، د وينې غوړ (کولسټرول) زياتوالی او د عمر زياتوالی په ډيابيټس باندې د اخته کېدو خطر زياتوي. پخوا داسې ګڼل کيده چې دا ډول ډيابیټ يوازې په زړو خلکو کې پيدا کيږي اما اوس معلومه شوې ده چې ځوانان او ماشومان هم په دې ډول ډيابیټ باندې اخته کېدای شي .

د اوميندوارۍ ډيابيټس

‎د اوميندوارۍ په دوره کې د هارمونونو د اثر له کبله بدن ډېر انسولين ته اړتيا لري. کله داسې شی چې اوميندواره ښځه يا خو په بشپړه توګه انسولين نه جوړوي او يا یې انسولين خپله دنده ترسره کولای نه شي. له دې کبله د وينې د ګلوکوز سويه لوړه ځي.

‎دا ډول ډيابیټ زياتره په چاغو او د زيات عمر لرونکو مېندو (له ۳۵ کلونو پورته) او هغو ميندو کې چې په کورنۍ کې نور کسان ډيابيټس ولري او هغه ميندو کې چې درانده ماشومان نړۍ ته راوړي (له۴ کيلو ند زیات وزن) ليدل کيږي. د ماشوم له زېږېدو وروسته دا ډول شکر اکثراً له منځه ځي. د دې ډول شکر ناوړه اثرات مور او ماشوم دواړو ته وي. د ماشوم وده خرابېږي او ښايي وروسته خپله هم په ډيابيټس اخته شي.

‎  .ډيابيټس ځينې نور ډير کمېابه ډولونه هم شته چې يادول يې دلته ضروري نه ګڼم.

څرنګه کولای شو شکر وپيژنو؟ 

‎د ډيابیټ په ناورغانو کې هغه اندازه ګلوکوز چې بدن يې نه شی مصرفولای دله بولو (متيازو) سره له بدن څخه وځي او په دې توګه بدن انرژي له لاسه ورکوي، چې دا په خپل وار سره د بې ځايه ستړيا سبب کېږي. نورې نښې يې ډيرې تشې ميتيازې کول، دوامداره تنده، لوږه، زيات په مکروبي ناروغيو اخته کېدل او د زخمونو په آسانه نه رغېدل دي.

‎په اول ډول شکر کې نښې نښانې ډېرې روښانه او ناڅاپي وي او ناروغ ورځ په ورځ ډنګرېږي.

‎په دويم ډول کې نښې دومره روښانه نه وي له دې کبله ناروغان تر کلونو کلونو ډاکټر ته مراجعه نه کوي.

‎د اوميندوارۍ په دوره کې هم د ناروغۍ نښې روښانه نه وي. نو که ستاسو د کورنۍ کوم بل څوک هم د شکرې دويم ډول باندې اخته وي او د دې تر څنګ کوم بل د خطر زياتوونکی فکټور ولري نو ښه دا ده چې په کال کې يو ځل خپل ګلوکوز د يوې ډيرې ساده معاينې په وسيله معلوم کړﺉ.

څرنګه د شکرې مخنيوی کولای شئ؟ 

‎۱. په دوامداره توګه کم تر کمه د ورځې نيم ساعت پلي ګرځېدل او يا سپورټ کول.

‎۲. له څيړنو څرګندېږي چې د وزن له ۵-۱۰٪ کمښت سره د شکرې خطر هم کمېږي.

‎۳. درې وخته د ورځې ښه خواړه: يعنی د غوښې کم خوړل، کافي سابه او د امکان په صورت کې په ورځ کې دوه ټوټې ميوه، او د دې ترڅنګ د غنمو ډوډۍ ، (وريجې يا نور حبوبات)

‎۴. سګریټ نه څکول: له څيړنو معلوميږي چې هغه ښځې چې سګرېټ څکوي د نورو پرتله زيات په شکرې اخته کېږي.

دوام لري. د دې لیکنې بله برخه د شکر د زیانونو په اړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...