Homeخبرونهپه ننګرهار کې د پاکستان بې پېلوټه الوتکه ویشتل شوې

په ننګرهار کې د پاکستان بې پېلوټه الوتکه ویشتل شوې

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۸ مه) د افغانستان دفاع وزارت پرون (یکشنبې) اعلان وکړ چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د خپلو غچ اخیستونکو عملیاتو په دوام کې یې د ننګرهار په لال‌پورې ولسوالۍ کې یوه پاکستانۍ بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) راغورځولې ده.

دې وزارت ویلي چې د پاکستان دا ډرون د کشفي او استخباراتي ماموریت لپاره د افغانستان فضايي حریم ته داخل شوی و.

د پاکستان چارواکو تر اوسه د طالبانو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان جنګي الوتکې او ډرونونه د افغانستان د څو ولایتونو پر فضا ګزمه کوي. د افغانستان دفاعي ځواکونو مخکې هم اعلان کړی و چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې پر پاکستاني جنګي الوتکو د درنو وسلو ډزې کړې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان یو شمېر بې پېلوټه الوتکې غورځول شوي او د جنګي الوتکو د غورځولو ادعاوې هم شوي دي خو تراوسه په خپلواک ډول دا ډول ادعاوې تایید شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...