دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د باندنیو چارو وزارت د ۱۴ سیاسي استازولیو هیڅ راز...

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د ۱۴ سیاسي استازولیو هیڅ راز اسناد د منلو نه دي

تاند (سې شنبه، د اسد ۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان ۱۴ سیاسي او قونسلي ماموریتونه له دغه وزارت سره له همغږۍ پرته په خپلسر فعالیت کوي.

وزارت اعلان وکړ چې د دې ادارو قونسلګري خدمات د منلو نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې وروسته په اروپا کې د دغه افغان استازو د کړنو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي: «په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته يو ځل بيا خبر ورکوي، چې د دې اعلاميې د خپرېدو له نېټې وروسته د لندن، بلجیم برلين بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، كاناډا او استراليا استازوليو له لوري قونسلي خدمتونه لكه وثايق، تصاديق، عدم مسؤلیت پایه پاسپورت، د پاسپورټ صدور، د سټیکر تمدید، ويزې سټيكر او … د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري د منلو وړ نه دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هېڅ دول مسوولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کيږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په اروپا کې د افغانستان له سیاسي او قونسلي ماموریتونو څخه په وار وار له دغه وزارت سره د همکارۍ او تعامل غوښتنه شوې. دغه وزارت وايي، د دغو ادارو ډېری کړنې له مرکز سره له همغږۍ پرته په خپلسري ډول ترسره کېږي او له منل شویو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

طالبان وايي: «د بهرنیو چارو وزارت د دغو اسنادو مسوولیت نه لري او نه به یې په اړه کوم اقدام وکړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان اتباع او بهرني اتباع باید د قونسلي خدماتو لپاره په نورو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي دفترونو ته مراجعه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب