دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهپښتو په پاکستان کې دوهمه لویه مورنۍ ژبه ده

پښتو په پاکستان کې دوهمه لویه مورنۍ ژبه ده

تاند (سې شنبه، د اسد ۹ مه)د پاکستان د احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال د شمېرنو پر اساس، پښتو په دغه هیواد کې دوهمه ستره ژبه ده او ټولټال ۱۸ اعشاریه ۱۵ سلنه خلکو مورنۍ ژبه ده.

 د پاکستان د ۲۰۱۷ کال په احصایې کې پښتو د ۱۸ اعشاریه ۲۴ سلنه خلکو مورنۍ ژبه بلل شوې وه.

د دې احصایې پر اساس د پاکستان په څه باندې ۱۴۰ میلیونه وګړو کې پښتو د ۴۳ میلیونه یوسلو ۳۳ زره ۹۴۶ تنو مورنۍ ژبه ده.

د شمېر له پلوه تر ټولو لویه ژبه پنجابي ده چې د ۲۰۲۳ په احصاییه کې د ۳۶ اعشاریه ۹۸ سلنه خلکو مورنۍ ژبه بلل شوې ده.

سندي د ۱۴ اعشاریه ۳۱ سلنه وګړو مورنۍ ژبه ده ورپسې په څلورم کتار کې سرایکي د ۱۲ سلنه خلکو مورنۍ ژبه بلل شوې.

اردو، چې د پاکستان ملي ژبه ګڼل کېږي، پنځم ځای لري یعني د ۹ سلنه مورنۍ ژبه ده.

د ۲۰۱۷ کال په احصاییه کې اردو د ۷ سلنه او تر هغه وړاندې کلونو احصاییو کې د ۶ سلنه پاکستانیانو مورنۍ ژبه ګڼل شوې وه خو داسي ښکاري چې یو شمېر پنجابیانو او پښتنو خپلې مورنۍ ژبې پرېښي او اردو یې خپله کړې ده.

بلوچي د ۳ اعشاریه صفر ۲ خلکو ژبه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب