جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+دښمنانه څرګندونې او رغنده نيوکې | عبدالوحید وحيد

دښمنانه څرګندونې او رغنده نيوکې | عبدالوحید وحيد

زموږ په ټولنه کې عموماً، په ځانګړې ډول په حاکمو او هغو ډلو کې چې ځانونه واجب الاحترام او غيرمسئول ګڼي د مخالف نظر اوريدلو  د زعم ګراف خورا ښکته دي.  نقد ځان او واک ته ګواښ ګڼي. کله يې ملي ګټو ته زيان ګڼي او کله يې مقدساتو ته د سپکاوي ترعنوان لاندې راوړي.  په ولس کې د زده کړو ټيټه کچه،  بهرني يرغلونه، د واک په سر کورنۍ جګړې، بېوزلي او د ځينو استخباراتي اژانسونو لخوا په سيمه کې په سيستماتيک ډول او د نظامي ستراتيژي له مخې په ځوانانو کې د افراطی نظرياتو خپرول زموږ په ټولنه کې د زغم عنصر له منځه وړى دى.

له دې سره سره چې د واک مجنونان او د مټکور ذهنيت درلودونکي مشران په ملي مسائلو کې هم د هيچا د مخالفت حق نه مني او تخريب يې ګڼي، خو واقعيت دادى چې د تخريب او د سالم انتقاد ترمنځ ستر توپير شتون لري. دا چې ځينې مشران او زورواکان د ځينو محيطي شرائطو، رورنيزو چاپيریال، ارثي ځانګړتياو او علمي نيمګړتياو له امله  يوازې د زور کارول د ټولو ستونځو حل ګڼي، د هغوى خپله نفسياتي ستونځه ده. ممکن هغوى نه پوهيږي چې رغنده نيوکې سالم رقابت ته لاره هواروي، د ښې حکومتولي په رامنځته کولو کې خورا غوښن رول لوبوي، د پرمختګونو لپاره لاره پرانيزي، په نوښتونو کې تنوع رامنځته کوي، د حکومت او اتباعو ترمنځ اړيکې جوړوي د حساب ورکونې، پرمختګ او ښکیلتیا لپاره د میکانیزم په توګه کار کوي.

د انتقاد او بدبینانه چلن تر منځ په توپیر باندي عمومي پوهاوى د هوسا او پرمختللي ټولنې د رامنځته کيدو، د ټولنو ولسونو او تمدنونو ترمنځ د اغیزمنو اړيکو جوړولو او د ښه مشرتابه په شاخصونو باندې د سمبالتیا لپاره د اکسیجن حيثيت لري.  نيوکې او تخريب دواړه د مسائلو په منفي زاويو باندې راڅرخيږي او منفي ارزونه کوي، خو په ارادو، تمرکز، اخلاقي چوکاټ ته په پام کولو، د الفاظو په غوراوي او د مخالفت شاليد ته په کتو يې ترمنځ ستر توپیر شتون لري. ستونځه داده چې زموږ ځيني مشران او احساساتي ځوانان د دواړو ترمنځ په توپير باندي سترګې پټوي.

رغنده نقد (نيوکې)

د انتقاد موخه وده،  هڅونه،  متوازن لیدلورى وړاندې کول وي چې په پرتله ييز ډول د غوره پایلو لامل ګرزي. نیوکه د نظام ولس، ټولنې او هېواد له مشرانو سره مرسته کوي چې چارواکي او بنسټونه خلکو ته ځواب ورکوونکي پاتې شي.  کله چې د يوه هېواد وګړي د حکومت د تګلارو او کړنو په تړاو خپلې اندېښنې وړاندې کوي او د ځينو کړنو مخالفت کوي،  مشران مجبورېږي چې خپلې پریکړې توجیه کړي او په کارونو کې د روڼتیا اصل وساتي.  نيوکې د فساد، له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او استبداد په مخنیوي کې مرسته کوي. نقد د ستراتيژيو په جوړولو کې حکومتي مشرانو ته داسې موارد په ګوته کوي چې هغوى يې په تړاو فکر هم نه وي کړى.

انتقاد عموماً د یوه شخص يا ډلې لخوا د بل لوري په تړاو منفي ارزونې یا هم د مخالفت په عنصر ولاړ تحلیلي ذهنيت ته اشاره کوي. دا ډیری وختونه د یو شخص، مشر، ډلې او نظام په ستراتیژی، کړنو، فکر، چلن او نظرونو کې تشې يا نیمګړتیاوې په ګوته کوي. د نیوکې اصلي موخه  بدلون او پرمختګ ته د مقابل اړخ د توجه جلبول او تفاهم ته لاره پرانستل وي.

انتقاد معمولا ځانګړي اړخونه په نښه کوي چې نيمګړي یا غلط ګڼل کیږي. د سمون او بدلون اراده، غوره فعالیت ته د مقابل لوري هڅول یا د خپلو غلطیو اصلاح کولو ته تشويق د ناقد اصلي موخه وي. له دې سره سره چې رغنده نیوکه د ښه والي په موخه وي، خو کله کله په نيوکو کې د ویجاړونکو الفاظو کارول د حل لارې له وړاندې کولو پرته د مقابل اړخ د افرادو روحیه کمزورې کوي، ګواښ يې ګڼي او غبرګون ته يې هڅوي. مثبت انتقاد تشو ته د ګوتو نيولو سربېره په بديلو وړانديزونو باندې تمرکز کوي،  فرصتونه او ننګونې دواړه په ګوته کوي. دَ منتقد موخه دا وي چې پرمختګ ته وده ورکړي او مقابل لورى زده کړو ته وهڅوي.

رغنده انتقاد له مشرانو سره مرسته کوي چې د پالیسۍ په جوړولو کې پرمختګونه رامنځته کړي.  په موجوده پالیسیو کې د نیمګړتیاوو یا تشو په ګوته کولو سره، انتقاد کونکي ارزښتناک بديل وړاندې کوي چې کولای شي  بیاکتنې یا هم نويو نوښتونو ته لاره هواره کړي.  که مشران په فعاله توګه انتقادونه وارزوي، ارزښت ورکړي او د نيوکو په پام کې نیولو سره د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو نيمګړتياو ته متوجه شي، يقيناً د انتقاد په اهمیت باندې هم پوهيږي.

منفي اړخونو ته ګوته نيول د ازادو رسنيو بنسټيزه دنده او د هر افغان وګړي حق ګڼل کېږي. په ليبرال ټولنو کې ازادې رسنۍ د همدغه مسئولیت د ترسره کولو لپاره امتیازات هم ترلاسه کوي، خو د حکومت کړنو ته ترانې غږول، غلطيانو ته د بېځايه توجيهاتو وړاندي کول او مداحانه خپرونې په استبدادي نظامونو کې درباري رسنیو ته سپارل شوى مسئولیت ګڼل کېږي.

د انتقاد کلتور د رواجولو له مخې ولس ډاډ ترلاسه کوي چې د حق تلفي،  بې عدالتي او ظلم په وړاندې يې غږونه نه يوازي اوریدل کیږي بلکې درناوی يې هم کیږي. د استبداديت مخه نيسي، د جابرو حکومتونو پروړاندې درېدلو او  سمون ته د هغوى د تشويقولو په توګه عمل کوي.  کله چې عام وګړي وکولای شي د غچ اخیستنې له ویرې پرته په آزاده توګه په خپل حکومت نیوکه وکړي، داسې چاپیریال رامینځته کيږي چې انساني ارزښتونه وده کوي. انتقاد د ازادي ساتلو د واک د کنټرولو او د مدني آزادیو د خوندیتوب لپاره معاصره اړتیا ګڼل کېږي. انتقاد  د اتباعو ترمنځ مدني ښکیلتیا ته وده ورکوي.  کله چې خلک د خپلو ستونځو په هکله د ټولنيز غبرګون ځواک احساس کړي،  په سیاسي بهیرونو او د ټولنې په چارو کې برخه وال پاتې کېږي. د تصمیم نیولو په پروسو کې متنوع ليدلوري په پام کې نیول کیږي او ټول شمولیت او استازیتوب ته وده ورکوي.

بدبینانه څرګندونې؛

په بدبينانه او يا متعصبانه څرګندونو کې ناقد ته د تعصب، نفسياتي نيمګړتياو يا هم د محرومیت او مظلوميت په نتیجه د جانبي اغيزو له امله يوازې د مقابل اړخ منفي اړخونه ښکاره کيږي مثبت اړخونه په نظر نه ورځي. د مقابل اړخ د ختمولو، کمزوري کولو یا  ورته د زیان رسولو هڅه کوي . عموما رغنده وړانديز نه ورکوي. په شخصيتونو او شخصي حريمونو باندې په بریدونو کې ښکیل پاتې کيږي او د مقابل لوري له هيڅ ډول توهين څخه ډډه نه کوي.

که احياناً د مقابل لوري مثبت اړخ ته متوجه هم شي باور يې ورباندي نه کيږي او ورته د سترګو دوکه ښکاره کيږي.  بدبینان د حل لارو وړاندې کولو پر ځای په احتمالي بدو پايلو باندې تمرکز کوي، ډیری وختونه د احتمالي بریالیتوبونو په پام کې له نیولو څخه وړاندې د ناکامۍ اټکلونه او وړاندوينې کوي.

منفي منتقدین په عمده توګه  په نیمګړتیاوو، یا منفي اړخونو باندي راڅرخيږي چې موخه يې اکثرا د رغنده بدیلونو یا حلونو له وړاندې کولو پرته مقابل لوري ته د زيان رسول وي.

بدبينانه چلن کوونکي د تل لپاره منفي ارزونې، منفي قضاوتونه او منفي وړاندوينې کوي. يوازې په منفي پایلو باندې تمرکز کوي او د پرمختګ لپاره د امید هيڅ ډول څرک نه ويني. دغه ډول ذهنیت اکثرا ناهيلي او ناکامي رامنځته کوي، د پرمختګونو په وړاندي خنډونه جوړوي، د فرصتونو پر ځای په ننګونو باندي تمرکز کوي او په ټولنه کې په مطلق ډول د رکود لامل ګرزي.

په پایله کې، رغنده نیوکه حساب ورکولو ته د ودې، په تګلارو کې مثبت بدلون ته د هڅولو،  مدني ښکیلتیا ته تشویق کولو، د نوښتونو رامنځته کولو، ټولنیز یووالي ته وده ورکولو، او د استبداديت مخه نیولو له لارې د اغیزمنې حکومتولي رامنځته کولو په توګه کار کوي. البته په انتقاد کې دښمنانه او عقده مندانه چلن په شخصي حريم بريد، سپکې سپورې توهين تعصب ته د لمن وهلو، مقابل لوري د زيان رسولو، له منځه وړلو او د پرګنو ترمنځ د کرکو پارولو او واټنونو رامنځته کولو لامل ګرزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب