دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهقزاقستان د یو شمېر افغاني مشروباتو پر واردولو د بندیز غوښتنه وکړه

قزاقستان د یو شمېر افغاني مشروباتو پر واردولو د بندیز غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه، د اسد ۹ مه) د قزاقستان (AKIPRESS) اژانس نن راپور ورکړ، چې د دغه هېواد د روغتیا وزارت یوې څارونکې ادارې له افغانستانه د څو ډوله مشروباتو پر واردولو د بندیز غوښتنه کړې ده.

د روغتیا او ساري ناروغیو د کنټرول کمیټې دا خبرداری په افغانستان کې د څو ډوله سوډا، چې د انارو خوند لري، له معاینې وروسته ورکړی دی.

د راپور له مخې، دې کمېټې د دغه هېواد د پانګوالو له ملي خونې څخه غوښتي چې د دې څښاک واردوونکو شرکتونو ته دې خبرداری ورکړي چې د انارو بوی او خوند لرونکو مشروباتو لکه Royal, Paradise, Mani, Pure, Golden Life له واردولو ډډه وکړي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو څارونکې کمیټې ویلي چې د دې مشروباتو په قطیو باندې لیبلونه یا نښې د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې له مقرراتو سره مطابقت نه لري.

د نورو شیانو په منځ کې، دا هم ویل شوي چې د دې څښاک قطي د مصنوعي رنګ “Azorbin E122” د موجودیت په اړه خبرداری نه لري، چې ممکن د ماشومانو په ذهني فعالیت منفي اغیزه وکړي.

 د قزاقستان د روغتیا وزارت په دغو مشروباتو کې کومه زهرجنه یا خطرناکه ماده نه ده موندلي.

تر دې وړاندې قرغیزستان په هغو مشروباتو بندذیز لګولی و چې له مصنوعي رنګ پکې کار اخیستل شوی وي.

افغانستان چې پخوا ټول مشروبات له بهره وادرول په وروستیو دوو لسیزو کې د مشروباتو پر صادروونکی بدل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب