Homeخبرونهد ولسي جرګې د پخوانۍ استازې خاوند په کندهار کې وژل شوی

د ولسي جرګې د پخوانۍ استازې خاوند په کندهار کې وژل شوی

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) ناپېژاندو وسله والو د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فريبا احمدي کاکړ مېړه، داوود شاه، د سې‌شنبې په ورځ د کندهار ښار په جنوب کې وواژه.

په کندهار کې څو سرچینو د چهارشنبې په ورځ د داوود شاه وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی تازه له کاناډا څخه بېرته کندهار ته ستون شوی و او د کندهار د لومړۍ امنيتي حوزې په سيمه کې پرې برید وشو.

د هغه مېرمن فریبا احمدي کاکړ، چې اوس په کاناډا کې اوسي، په ۲۰۱۳ کال کې د غزني ولايت په مُقر ولسوالۍ کې طالبانو تښتولې وه او شل ورځې يې په بند کې تېره کړې وه، وروسته خوشې شوه.

هغې وروسته له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته پناه یووړه.

داوود شاه په داسې حال کې وژل شوی چې د ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د امنيت او خوندیتوب پېښې د سږکال د مې او جولای تر منځ د تېر کال د همدې مودې پرتله ۹ سلنه زياتې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د داوودشاه د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د داوود شاه د کورنۍ غړي وايي چې نه ده او نه یې د کورنۍ کوم بل غړي له چا سره شخصي دښمني نه لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...