دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په دې ورځ پولنډي الاصله انګلیسي لیکوال جوزیف کونراد ومړ

په دې ورځ پولنډي الاصله انګلیسي لیکوال جوزیف کونراد ومړ

له نن څخه ۹۸ کاله پخوا د ۱۹۲۴ کال د اګست په ۳ مه انګلیسي ژبی ناول لیکوال جوزیف کونراد د ۶۶ کلونو په عمر د انګلیستان په کانتربري کې ومړ.

کونراد (Joseph Conrad) د ۱۸۵۴ م کال د دسمبر په درېیمه د اوکراین په بریدخیف کې زېږېدلی و.

د جوزیف کونراد اصلي نوم (Józef Teodor Konrad Korzeniowski) دی.

د دغه پولنډي الاصله انګلیسي ناول او کیسه لیکوال په ۱۹۰۰ کې لارډ جیم (Lord Jim)، په ۱۹۰۴ کې ناسترومو (Nostromo) او په ۱۹۰۷ کې پټ ایجنټ (The Secret Agent) ناولونه او په ۱۹۰۲ کې د تیارې زړه () په نوم د لنډو کیسو ټولګه خپاره شوي دي.

کونراد په خپل ژوند کې د خورا ښه نثر د لرلو او په سمندر او عجیبو (نابلدو) ځایونو کې د خطرناک ژوند کولو په خاطر ستایل شوی دی.

ده د سمندرونو بلاغواړي سفرونه په استادۍ انځور کړي دي.

د کونراد لپاره په سمندرونو کې سفر له یوازیتوب ورهاخوا معنا لرله.

د کونراد پلار، اپولو نالیز کورزنیوسکي، چې شاعر او زړه ور پولنډی هیوادپال و، د هغې کټې له جوړوونکو څخه و چې په ۱۸۶۳ کې یې د روسانو د واکمنۍ پر ضد د پولنډیانو د پاڅون لارښوونه کوله. نوموړی په ۱۸۶۱ کې ونیول شو او د روسیې په شمال کې ولوګدا ته جلاوطنه کړای شو.

د ده رمن او څلورکلن زوی ورپسې لاړل خو د ځیږ اقلیم له کبله یې ماندینه په نري رنځ په ۱۸۶۵ کې مړه شوه.

کونراد په ۸ کلنۍ کې له انګلیسي ژبې سره بلد شو، دا هغه مهال و چې د ده پلار د شکسپیر او ویکتور هوګو اثار ژباړل چې له دې درکه د کور خرڅ برابر کړي.

هماغه مهال کونراد له خپل پلار سره د سر والټر سکاټ، جېمز فینیمور، چارلس دیکنس او ویلیم کپیس تېکرې اثار په پولنډي او فرانسوي ژبو لوستل.

اپولو (د کونراد پلار) په نري رنځ اخته شو او په ۱۸۶۹ کې د پولنډ په کراکو کې مړ شو. له ده څخه یوازیني پاتې زوی (کونراد) ماما تادیوسز بوبروسکي (Tadeusz Bobrowski)، ته چې مدافع وکیل و، وسپارل شو. بوبروسکي د خپل خوریې د روزلو ترڅنګ هغه ته مینه ورکړه.

کونراد په کراکو کې ښوونځی په نیمه کې پرېښود او سویس ته لاړ. دی له ښوونځي زړه توری شو.

په ۱۸۷۴ کې د فرانسې مارسیل ته په دې نیت لاړ چې په سمندر کې سفر وکړي.

ماما یې (Tadeusz Bobrowski) له ده سره د کال ۲ زره فرانکه مرسته ومنله او دی یې یوه سوداګر ته، چې (Delestang) نوده، معرفي کړ. د دغه سوداګر په بیړیو کې کونراد فرانسوي سوداګرو ته تجارتي مالونه رسول. ده ویسټ انډیز، تانزانیا او ګڼو نورو لېرې هیوادونو ته په بیړۍ کې سفرونه وکړل. وروسته د بریتانیا له سمندري ځواکونو سره یوځای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب