دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهد روژې میاشتې د پیل او پای په اړه نجومي اټکلونه

د روژې میاشتې د پیل او پای په اړه نجومي اټکلونه

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان د روژې مبارکې میاشتې راتګ ته په تمه دي او د انتظار شېبې شمېري، نجومي محاسبې ښيي چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشت به له نجومي پلوه د چهارشنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۱۸مې پای ته ورسېږي. پر همدې بنسټ، د روژې لومړۍ ورځ به غالباً د پنجشنبې ورځ، د فبرورۍ ۱۹مه وي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د روژې میاشتې هلال به د شعبان د ۲۹مې په ماښام، د لمر له لوېدو وروسته ولیدل شي.

د روژې میاشتې د ورځو شمېر

په سعودي عربستان کې د نجومي اټکلونو له مخې، سږنۍ روژه به بشپړه ۳۰ ورځې ولري، او د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۱مه به، چې د شنبې ورځ ده، د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي. په دې ورځ مسلمانان د یوې میاشتې روژې له نیولو وروسته، په معنوي فضا او تودو کورنیو اړیکو کې اختر نمانځي.

د سعودي عربستان د ملي نجومي او جیوفزیک څېړنو د انستیتوت د لمرپوهنې استاد محمد غریب، العربیه شبکې ته ویلي:
«نجومي محاسبې ښيي چې ډېر احتمال شته شعبان میاشت ۳۰ ورځې وي.»
هغه زیاته کړه:
«له نجومي نظره اټکل کېږي چې د روژې لومړۍ ورځ به د فبرورۍ له ۱۹مې سره برابره شي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې دقیقې نجومي محاسبې ښيي د روژې هلال به د لیدل کېدو تر وخت مخکې زېږېدلی وي، خو د لمر له لوېدو وروسته د هلال د پاتې کېدو موده هغه اساسي عامل دی چې د لیدلو امکان ټاکي.

د سعودي کارپوه بل نظر

په همدې حال کې، د سعودي د هواپېژندنې کارپوه خالد الزعاق ویلي چې موجود معلومات ښيي د چهارشنبې ورځ، د فبرورۍ ۱۸مه به د روژې میاشتې پیل وي. د هغه په وینا، که میاشت ۳۰ ورځې پوره شي، نو د جمعې ورځ، د مارچ ۲۰مه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...