چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاسږ کال ۱۱۰تنه افغانان په ایډز اخته شوي

سږ کال ۱۱۰تنه افغانان په ایډز اخته شوي

تاند(سې شنبه، د قوس۱۱) نن چې د دسمبر لومړۍ له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې سږ کال یې په ټول هیواد کې د ایچ آی وي ایډز ۱۱۰ ناروغان ثبت کړي دي.

دې وزارت تېر کال په افغانستان کې د ایډز د پېژندل شویو یا ثبت شویو پېښو شمېر ۱۹۰ تنه ښوولی و.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، که څه هم د ایډز ثبت شوې پېښې ظاهراً کمې دي خو له دې کبله چې دا ناروغي خطرناکه ده او په اسانه نورو ته سرایت کوي، لا هم د خطر زنګ ګڼل کېږي.

د ایډز ویروس په وروسته پاتې هیوادونو کې زیات خپرېږي ځکه چې د اقتصادي ستونزو له کبله له یو وار استعمالېدونکو ستنو او پیچکاریو کار نه اخیستل کېږي، د وینو بانکونه یې هم پوره خوندي نه وي او ناروغ په اسانه نه تشخیص کېږي.

ایډز د جنسي رابطې او د وینې له لارې له یوه انسانه بل ته سرایت کوي.

ایچ آی وي د مخدرو موادو د استعمالوونکو په منځ کې خورا عام دی ځکه چې نشه یان له ورته ستنو څخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب