دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت وايي طالبانو ته مو امتیازات ورکړي؛ د سولې خبرو مخه...

افغان حکومت وايي طالبانو ته مو امتیازات ورکړي؛ د سولې خبرو مخه نه ده نیول شوې

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) افغان حکومت وايي موږ هېڅکله د سولې خبرو مخنیوی نه دی کړی، بلکې داسې ډلې ته مو امتیازات ورکړي چې په رسمیت مو نه پېژني.

په ستراتیژیکو چارو کي د ولسمشر اشرف غني ځانګړي سلاکار وحید عمر دغه څرګندونې نن سه شنبه کړي او زیاته کړې یې ده چې په ټوله نړۍ کې به هیڅ داسې حکومت نه وي چې یوې جنګي ډلې ته دومره امتیازات ورکړي.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان حکومت د سولې په لاره کې پراته خنډونه لرې کړي، خو ددې لپاره چې طالبان امتیازات تر لاسه کړي تاوتریخوالی او جګړه لا پسې زیاته کړي دي.

خو هغه د افغان حکومت له خوا طالبانو ته د ورکړل شویو امتیازاتو په هکله څه نه دي ويلي.

وحید عمر دغه خبرې وروسته له هغه کوي چې نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي و چې د افغانستان ولسمشر د سولې په خبرو کې له پرمختګ سره سره خنډونه پېښوي.

نیویارک ټایمز وايي، يه وروستیو ورځو کې د پاکستان، امریکا او قطر د فشار په نتیحه کې په قطر کې د دواړو خواوو مرکچیانو ومنله چې د امریکا او طالبانو موافقه دې په اجنډا کې ومنل شي خو ولسمشر غني له دې خبرې سره موافق نه دی.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%af-%d9%86%db%8c%d9%88%db%8c%d8%a7%d8%b1%da%a9-%d9%bc%d8%a7%db%8c%d9%85%d8%b2-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88/

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون دوشنبه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ولسمشر د سولې خبرو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د افغان دولت او طالبانو مرکچي ډلو د مذاکراتو د طرزالعمل په ۲۱ مادو کې د هوکړې خبر ورکړ.

په قطر کې د تېرې سپټمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې، خو د شاوخوا دوه میاشتو په تېرېدو سره کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.

1 COMMENT

  1. ګلالیه!
    خبره ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډوره شوه رسوا شوئ
    ځان تردې زیات مه شرموئ پریږدئ چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي دغومره باچهي او مزې مو بس دي.
    سرتنمبګې مه کوئ، رشتیا هاغه د کرونا د غنمو د ویش فصه خو به مو هیره نه وي؟

    یاچهاریار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب