جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتحده عرب امارات وایي، د افغان سولې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی

متحده عرب امارات وایي، د افغان سولې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل” اماراتي سیال شیخ عبدالله بن زاید سره په ابوظبۍ کې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې پر افغان سوله او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې شوې دي.

د دې وزارت له خبرپاڼې سره سم، د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د افغان سولې پر بشپړ ملاتړ سربېره د افغانستان د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې هم همکارۍ ته ژمن دی.

هغه دغه راز، په اماراتو کې د افغان کارګرو پر شتون خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی به په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزو په حل کې هم پوره هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...