دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: طالبان د ۳۵ میلیونه نفوس ارادې نه شي ماتولی

امرالله صالح: طالبان د ۳۵ میلیونه نفوس ارادې نه شي ماتولی

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ملي امنیت ریاست د هغې ترهګرې کړۍ په تړاو چې چسپکي ماینونه ځای پر ځای کوي، لويې لاسته راوړنې لري.

ښاغلي صالح نن سه شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، طالبان نه شي کولی چې په چسپکي ماینونو سره د ۳۵ میلیونه نفوس ارادې ماتې کړي.

نوموړي وايي، امنیتي ځواکونو هغه کسان نیولي چې په دې وروستیو کې یې ۲۰ دولتي کارکوونکي ترور کړي دي.

هغه زیاته کړې، ولسمشر د دا ډول کسانو د علني محاکمې حکم ورکړی او وايي چې د دوی اعترافونه به پرته له سانسوره له خلکو سره شریک کړي.

د امرالله صالح په وینا، پر کابل پوهنتون د برید په قضیه کې دخیل کسان په عین حال کې د اختطاف کونکو یوه شبکه ده چې لا هم  دوه کسان ددې شبکې له فراري غړو سره بند دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال ټینګار کوي، ټولې هغه طرحې د عملي کیدو په حال کې دي چې ترهګریزو ډلو ته د انساني لاس رسي د پیاوړي کولو او پر ټکنالوژۍ د تکيې په برخو کې دي.

امرالله صالح په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په تېره یوه میاشت کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې هم پر ګڼ شمېر کسانو چسپکې ماین چاودنې شوي او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

3 COMMENTS

  1. د ابتدایی مکتب زده کونکو نه یو سوال: د یو ملیون نه په لیږ رایو راوستلی کسان د ۳۵ ملیونو خلکو نمایندی څنګه کولای سی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب