جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په برازیل کې تر بل هر وخت زیات ځنګلونه وهل کېږي

په برازیل کې تر بل هر وخت زیات ځنګلونه وهل کېږي

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) د برازیل د فضايي اداره وایي، له هوا څخه اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې د دې هېواد د ولسمشر ژاییر بولسنارو له واک ته رسېدو راوروسته په آمازون کې د ونو د وهلو لړۍ چټکه شوې او يوازې تېر کال ۱۰ یلنه ډېرې ونې وهل شوي دي.

 د دې ادارې پر اساس، دا په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوړه اندازه ده.

د ځنګلونو متخصصان امازون ته د مځکې د سږو په سترګه ګوري او د چاپېريال په ساتنه کې د دغو ځنګلونو رول بې ساری او بې بديله ګڼي.

پوهان وایي د آمازون د ونو د وهلو لړۍ له ۲۰۱۹ کال راهيسې هغه مهال چټکه شوه چې ژاییر بولسنارو واک ته ورسېد.

بولسنارو چې ښي اړخۍ هم مشهوره دی، په امازون کې د کرنې ترویج او د کانونو استخراج تشویقوي.

د آمازون په ځنګلونو کې تر ۳ مليونه زيات د نباتاتو او ژوو ډولونه موندل کېږي او دغه راز نژدې يو ميليون برازيلیان پکې اوسي.

په آمازون کې د ځنګلونو تخریب په داسې حال چټک شوی چې دې هېواد اټکل کړی و چې په ۲۰۲۰ کال به تر ۳۹۰۰ کيلومتر مربع زیات ځنګلونه نه وهل کېږي.

مګر اوس ساینسپوهان وايي چې یوازې د جولای او اګست د میاشتو ترمنځ د امازون ۱۱۰۸۸ کیلومتره مربع ونې وهل شوې دي.

د بولسنارو تر ولسمشر کېدو مخکې یعني په ۲۰۱۸ کې ۷.۵۳۶ کیلو مترمربع ځنګلونه وهل شوي وو.

جیر بولسنارو د صنعتونو پر هڅولو سربیره، د دې ځنګلونو د ساتنې لپاره د حکومتي ادارو بودیجه کمه کړې ده.

هغه حتی د برازیل د فضايي ادارې سره پروسږکال د ځنګلونو د وهلو د عکسونو د خپرولو پر سر جنجال وکړ، او دا یې د برازیل د بدنامولو هڅه وبلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب