یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد کابینې شپږو نورو غړو ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې...

د کابینې شپږو نورو غړو ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستلو په هدف نن سه شنبه شپږو نوماند وزیرانو خپل راتلونکي کاري پروګرامونه وکیلانو ته تشریح کړل.

د افغانستان بانک ریاست نوماند اجمل احمدي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوماند محب الله صمیم، د عامې روغتیا وزرات نوماند احمد جواد عثماني، د پوهنې وزارت نومانده رنګینه حمیدي او د اقتصاد وزارت وزارت نومانده کریمه حامد فاریابي نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او خپلې کاري برنامې یې دغه مجلس ته واورولې.

کابینه ټول ۲۴ غړي لري چې ولسي جرګه له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا د کابینې د وزیرانو برنامې اوري او تر اوسه یې ۱۹ وزیرانو ته د رایې صندوقونه ایښي چې له ډلې یې دوه نوماند وزیران رد شوي او ۱۷ نور تایید شوي دي.

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، اسدالله خالد د ملي دفاع وزارت د وزیر په توګه، مسعود اندرابي د کورنیو چارو د وزیر په توګه، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د وزیر په توګه، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د وزیر په توګه، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت د وزیر په توګه، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د وزیرې په توګه، بشیراحمد ته‌ینج د کار او ټولنیزو وزارت د وزیر په توګه، نثار احمد غوریانی د سوداګرۍ د وزیر په توګه او محمد قاسم حلیمي د حج او اوقافو وزارت د وزیر په توګه یوه اونۍ وړاندې له ولسي جرګې څخه د باور رایې تر لاسه کړي دي.

همدارنګه احمدضیاء سراج د ملي امنیت ریاست د رئیس په توګه، انورالحق احدي د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وزیر په توګه، نور رحمان اخلاقي د کډوالو چارو د وزیر په توګه، قدرت الله ذکي د ترانسپورت وزارت د وزیر په توګه، نجیب الله یمین د ټولګټو وزارت د وزیر په توګه، هارون چخانسوري د کانونو او پترولیم وزارت د وزیر په توګه او محمود کرزی د ښارجوړونې وزارت د وزیر په توګه له ولسي جرګې څخه تېره ورځ په دویمه دوره کې د باور رایې تر لاسه کړي دي.

تر اوسه یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند طاهر زهیر او د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینې صافۍ د باور رایه نه ده ترلاسه کړې.

ولسي جرګې یو ځل د کابینې غړیو ته د باور رایې ورکولو پروسه درولې وه، خو بیا یې پیل کړه.

جرګې دغه پرېکړه د امرالله صالح د هغو څرګندونو په اساس کړې وه چې نوموړي د جینیوا کنفرانس ته په خبرو کې ویلي وو چې د افغان پارلمان غړي په فساد کې ښکیل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب