شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهدیني عالمانو د افغان پوځ پر وړاندې روانه جګړه ناروا وبلله

دیني عالمانو د افغان پوځ پر وړاندې روانه جګړه ناروا وبلله

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) د خوست دیني عالمانو او د جوماتونو امامانو او خطیبانو د جګړې له دواړو خواوو د سولې د خبرو د چټکولو او اوربند غوښتنه وکړه.

دوی د افغانستان حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې جګړه هم غیر اسلامي وبلله او ويې ویل، روانه جګړه په افغانستان کې د تیر ځل په شان د نظام د ړنګولو لپاره د بهرنیانو یوه دسیسه ده.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي نن سه شنبه په خوست کې یوې غونډې ته وویل،  نور باید افغان وژنه بنده او سولې پروسه چټکه شي او دایمي اوربند دې ټینګ شي.

نوموړی وايي، علماء روانې جګړې ته جهاد نه بلکې فساد وايي، غیر شرعي یې بولي او د خپل نظام د ړنګولو جنګ یې ګڼي.

دده په خبره په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو په ګټه ده، نو په کار ده چې افغانان د پردیو پر ځای خپل وطن ته کار وکړي، خو زیاتوي چې په نظام کې شته ستونزې اصلاحاتو ته اړتیا لري او د اصلاح غوښتونکي یې دي.

په غونډه کې دیني عالمان د سولې په خبرو کې د علماوو پر ونډې د زیاتېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، تمه لري چې په دې کار سره به د سولې پروسه چټکه او د جګړې د بندیدو سبب شي.

په ورته مهال د ولسمشر سلاکار وزیر مولوي سردار ځدراڼ هم وايي چې په افغاني ټولنه کې دیني عالمان مهم رول لري او که د هېواد په کچه علماء راپورته شي، دوی دا قابلیت او صلاحیت لري چې په دواړو خواوو د جګړې د بندولو غږ وکړي او پدې برخه کې عام ولسونه له ځانه سره ملګري کړي.

دغو دیني عالمان داسې مهال له افغان حکومت او طالبانو د اوربند او د جګړې د دریدو  غوښتنه کوي، چې د تېرې شنبې ماښام د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو د بین الافغاني خبرو د کړنلاري د ورستي کیدو خبر ورکړی وو.

د یادونې وړه ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ښکیلو خواوو یې غوښتي چې جګړې ودروي تر څو بې ګناه خلک ونه وژل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب