دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وایي، راتلونکي کال کې د اړمنو شمېر ۴۰ سلنه لوړېږي

ملګري ملتونه وایي، راتلونکي کال کې د اړمنو شمېر ۴۰ سلنه لوړېږي

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) ملګري ملتونو د راتلونکي کال لپاره د ۳۵ میلیونه ډالرو بشردوستانه مرستې غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان ویلي چې د کورونا وبا له امله په میلیونونو انسانان له بېکارۍ او لوږې سره مخ شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، ښایي راتلونکي کال کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر تر څلوېښت سلنې لوړ شي ځکه چې په وینا یې روان کال ته په کتو کورونا وبا د ځاني زیانونو سربېره خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ کړي دي او ښایي دا شمېر نور هم لوړ شي.

یاد سازمان دغه راز ویلي، ممکن د روانو جګړو له امله د افغانستان، یمن او سوریې وګړي زیانمن شي او ممکن یو شمېر هېوادونه یو مخ له لوږې سره مخ شي، نو اړتیا ده چې مرستندویه هېوادونه د مرستې لاس وروغځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب