شنبه, مې 4, 2024
Homeجنرال وزیريد سوچونو د کنټرول لارې چارې| جنرال دولت وزیري

د سوچونو د کنټرول لارې چارې| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه

د ماتيو مککي او کاټرین ستکر ليکنه

د ښاغلي صالح محمد صالح پښتو ژباړې غورچاڼ

اووم لوست

سوچونه د پیښو او خاطرو زیږنده ده:

دا سمه ده چې د انسانانو سره د ژوند په اوږدو کې تل ذهن او یو بنډل سوچونه ملګري وي. ځینې کسان داسې فکر کوي چې دا ډول سوچونه به تل د دوی په ګټه وي، ځکه د دوی انګیرنه داده، څرنګه چې سوچونه د دوی د ذهن محصول دي، نو ځکه به تل د دوی د ګټو د تامین په لټه کی وي.

خو حقیقت بل څه دی او هغه دا چې ذهن هغه څه کوي چې زموږ له ژوند څخه يې زده کړې وي. ذهن زموږ تیر شوی ژوند تجربه کوي او زموږ په خاطرو کې برخه اخلي. که په کوچنيوالي کې د ېو څو ښو کارونو لپاره هڅول شوي وو او بیا د همغو هڅولو په پایله کې مو سمه لاره غوره کړې وي.

د ځوانۍ پر مهال که بیا د يوې تیرې شوې پیښې په څیر د يوې نوې پيښې سره مخ کیږو، بې له ځنډه زموږ ذهن ته هغه څه راځي چې په تیره شوی پیښه کې تر سره شوې وي. مانا دا چې که په تيره شوې پيښه کې موږ هڅول شوې و او بیا سمې لارې ته سوق شوې وو، په اوسنۍ پیښه کې هم زموږ ذهن ته همغه څه راځي چې زموږ په خاطرو کی شتون لري.

په مقابل کې که موږ ځورول شوې و، تل په موږ نیوکې شوې وي، او اوس د يوې پيښې سره مخ کیږو، په دغه وخت کی زموږ ذهن دومره تنګ او وړوکی شوې وي، چې یوازې عیبونه اوري او عیبونه لټوي. نه پوهیږي چې هدف څه دی، تل هدف ترې ورک وي.

دې ته بايد پاملرنه وکړو چې یوازې پر خپلو ماتو او عیبونو تمرکز کول زموږ د پرمختګ مخه نیسي.

کوښښ باید وشي چې په ژوند کی داسې کسان ولرو چی موږ ته مثبت نظريات راکړي.

که چیرې ذهن دې ته چمتو شو او د منفی سوچونو دفع کول يې پیل کړل، نو په دغه صورت کی يې خپل کار ته پریږدئ، چې ادامه ورکړي. کوښښ وکړئ چې همدا مثبت او ښو سوچونو ته په خپل ذهن کی ځای ورکړئ او په خپلو خاطرو کې يې وساتئ او همالته يې خوندی کړئ.

دې ته بايد هم پاملرنه وشي چې یو سوچ څرنګه د نورو سوچونو سبب کیږي. کله چې کوم سوچ تاسو ته درد درکوي او ستاسو د خفګان سبب کیږي او په ډله ییزه توګه د نورو سوچونو د راتګ باعث ګرځي، له دغه ډول سوچونو څخه د ځان ژغورل او د نورو منفی سوچونو د راتګ مخنیوی تاسو سره د درد او خفګان په کمیدو کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب