عبدالوحید “وحيد”
د امريکا او اسراییلو لخوا د سختو بريدونو او له اخلاقو چوکاټونو څخه ورهاخوا متکبرانه غوښتنو په وړاندې د ایران لخوا د غيرمترقبه مقاومت کیسه یوازې د پوځي ځواک مسئله نه ده، بلکې د څو پوړیز نظام، ایډیالوژیک انسجام، او سیاسي شعور درلودونکي ويښ ولس د ملاتړ په نتيجه کې د رامنځته شوي ګډ تعامل پایله ده. دا هغه څه دي چې موږ په خپل هیواد کې د يادو شاخصونو د نشتون له امله له تيرو څو لسيزو راهيسې د نظامونو د نسکوريدو د تسلسل شاهدان يو. يعنى نظامونه مو څو پوړپز نه وي، ايديالوژيکي تړاوونه يې شتون نه لري او يا هم ټکني وي، په مشرتابه کې د قرباني عنصر نيمګړتياوې لري او په ولسي کچه د ويښتابه نشتوالى په مسلسل ډول زموږ په هېواد کې د نظامونو د نسکوريدو تر ټولو مهم عنصر ګڼلاى شو.
له تيرو څو لسيزو راهيسې په ایران کې نظام یوازې په رسمي دولتي بنسټونو باندې ولاړ نه دی، بلکې تر څنګ یې ايديالوژيکي جوړښتونه او غیر رسمي ولسي شبکې هم فعاله ونډه لري. د امريکا او اسراییلو لخوا د سختو زيانونو له زغملو سره سره همدغه څو پوړیز حکومتي جوړښت دې ته زمینه برابروي چې که یو اړخ زیان وویني، نور اړونده اړخونه ژر خلا ډکه کړي او نظام له بشپړ فلج کېدو څخه وژغوري. له همدې امله موږ وليدل چې حتا خورا پيچلي دقیق او پراخ بهرني بریدونه هم نه شي کولای د دغه ډول سیسټم ملا ماته کړي.
بل مهم عامل د “ولسي مقاومت کلتور” دی، چې د ولس لخوا د بهرنيو بريدونو په وړاندې يې عملي بڼه یې خپله کړې ده. موږ ولیدل چې د سیاسي شعور او حماسي مینې له امله زرګونه ايرانيان په خپله خوښه پر هغه پل راټول شول چې امریکا او اسراییلو یې د نړولو هڅه کوله؛ دا صحنه یوازې یو احساساتي غبرګون نه، بلکې د یو ژور ټولنیز درک څرګندونه وه. د وطنپالنې دغه شاخص د سیاسي مشروعیت یوه مهمه سرچینه ګرزيدلې او د بهرني فشار پر مهال د خلکو ترمنځ د یووالي احساس پیاوړی کوي. کله چې بریدونه کېږي، فشار د وېش پر ځای د انسجام لامل ګرزي. هغه ځکه چې خلک دغه شان وضعیت یوازې د نظام پر وړاندې نه، بلکې د خپل ملي حاکمیت او هویت پر وړاندې ګواښ ګڼي.
په جګړه کې د ايران د بريا یو بل د پام وړ اړخ دا دی چې تر دې دمه هېڅ ایراني لوړپوړي چارواکي د ځان او کورنۍ د خوندیتوب په موخه د هېواد د پريښودلو هڅه نه ده کړې. دغه ځانګړتيا په خپل ذات کې د سیاسي ثبات او په نظام باندې د کورني باور یو مهم سیګنال بلل کېږي. کله چې مشرتابه د بحران پر مهال له ولس سره په هېواد کې پاتې کېږي، ولس ته پیغام رسوي چې مشران يې نه يوازې په سختو حالاتو کې ترڅنګ ولاړ دي، بلکې د مقاومت کولو او قرباني ورکولو هوډ هم لري. همدغه چلن په ټولنه کې د قرباني روحیه پیاوړې کوي او خلک دې ته هڅوي چې د هېواد د دفاع لپاره ځانونه مسئول وګڼي. په بل عبارت، په جنګي حالاتو کې له ولس سره د مشرتابه شتون یوازې اداري اهمیت نه لري، بلکې د ولسي مورال لوړولو، اعتماد او ګډ مسؤلیت د رامنځته کولو یو عملي نوښت هم دی.
په همدغه تړاو، د ایراني ولس سیاسي شعور هم مهم رول لوبولی دی. که څه هم په داخلي کچه له نظام او حکومت سره سخت مخالفتونه او نیوکې شته، خو د بهرني ګواښ پر وړاندې ملي اجماع رامنځته کېدل د ډېرو لپاره د وړاندوينې وړ خبره نه وه. خلک له نظام سره د مخالفت حق او له هېواد څخه د دفاع ملي فريضه سره پرتله کوي او په موقت ډول د ملي بقا لپاره د نظام تر څنګ دريدل ښه انتخاب ګڼي. دغه حالت د دې سبب کېږي چې بهرني بریدونه د کورنيو ستونځو د زیاتېدو پر ځای، په ملي کچه د مقاومت روحیه لا پیاوړې کړي.
له پوځي پلوه، ایران د غیر متقارنې جګړې ستراتیژي خپله کړې وه. يعنې د امریکا په څېر له ستر ځواک سره د مخامخ دودیزې جګړې پر ځای يې هغه وسایل او تاکتیکونه کارول چې لګښت يې ښکته او نتيجه یې د وړاندوينې وړتيا نه درلوده. توغندیز سیستمونه، ډرونونه، او سیمهییز نفوذ هغه وسیلې دي چې د جګړې ډګر پراخوي، زيانونه اړوي، نفسياتي جګړه پياوړې کوي او د مقابل لوري محاسبې پېچلې کوي. دغه ډول جګړه د ځواک توازن ګډوډوي او د سوپر ځواک برلاسی تر پوښتنې لاندې راولي.
له دغو لاملونو سره سره، د امریکا د پالیسي جوړوونکو یو مهمه نيمګړتيا د غلطو اټکلونو مسئله وه. هغوی اکثره داخلي نارضایتي د نظام د احتمالي سقوط سره وتړله او فکر يې کاوه چې بهرنی فشار به د خلکو او دولت ترمنځ واټن زیات کړي. خو په عمل کې برعکس ثابت شو، دغه فشارونه اکثره د خلکو د راټولېدو سبب وګرزيده او هغه څه چې باید کمزوري شوي وای، لا پیاوړي شو. د ايران ايديالوژيکي تړاوونو او د دغه هیواد لخوا په جګړه کې د غيرمتقارنو تکتيکونو په برخه کې د امريکا او اسراییلو غلطو محاسبو د هغوى ډېر پلانونه او اټکلونه له واقعیت سره په ټکر کې راوستل.
د ایران ستراتیژیک صبر هم د بريا په موخه د پام وړ ځانګړتيا ده. ایران د تل لپاره عاجل او مستقیم غبرګون نه ښيي، بلکې وخت اخلي، د مقابل لوري کمزورتياوې ارزوي، او بیا داسې ځواب ورکوي چې سیاسي او رواني اغېز یې زیات وي. دغه تاکتیک نه یوازې د مقابل لوري محاسبات ګډوډوي، بلکې د جګړې نوښت هم تر یوه بریده د ایران په لاس کې ساتي.
په ټوليز ډول د ایران تجربه ښيي چې په معاصرو جګړو کې یوازې نظامي ټکنالوژي، استخباراتي پيچلتياوې او هوايي برلاسی د بریا ضمانت نشي کولاى. کله چې یو نظام څو پوړیز وي، ټولنه سیاسي شعور ولري، مشران قرباني ورکوي او ایډیالوژي د مشروعیت سرچینه وي، نو بهرنی فشار اکثره د نظام د نسکوريدو لپاره د شونتياو رامنځته کولو پر ځای د بريدونو په وړاندې د مقاومت د پياوړتيا لامل ګرزي. همدغه دلیل دی چې ايراني نظام د نړۍ ټر ټولو د ځواکمن هېواد د سختو بریدونو په مقابل کې هم نه یوازې پاتې شو، بلکې د سوپر ځواک ډېری اټکلونه يې هم غلط ثابت کړل.