Homeخبرونهامنیت شورا له بندیزونو سره د مخ طالب چارواکو نوملړ نوی کړ

امنیت شورا له بندیزونو سره د مخ طالب چارواکو نوملړ نوی کړ

تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغو چارواکو په نوملړ کې بدلون راوستی چې وار له‌مخې بندیزونو سره مخ دي.

په دغو بدلونونو کې د هغوی هویتي بدلونونه شامل دي او  پخواني موقفونه او د اوسېدو ځایونه یې نوي شوي دي.

دغه طالب چارواکي د امنیت شورا له لوري د سفر او وسلو له بندیزونو سره مخ دي او شتمنۍ یې هم کنګل اعلان دي.

په دغه نوملړ کې د نورو چارواکو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي او د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایت الله بدري شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې لګولي دي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي. دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پرضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...