Homeخبرونهراشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د « لوبغاړو مشورتي بورډ» غړی شو

راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د « لوبغاړو مشورتي بورډ» غړی شو

تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) د افغانستان او نړۍ د کرکټ مشهور ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو مشورتي بورډ د نوي غړي په توګه وټاکل شو.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه اعلان کې ویلي، چې د دې بورډ په جوړښت کې بدلونونه د دې لپاره راوستل شوي چې د نړیوال کرکټ په مهمو پرېکړو کې د لوبغاړو رول او غږ لا پیاوړی شي.

خبرپاڼه کې لیکل شوی چې، راشد خان د سریلانکا له چاماري اتاپاتو او د ایټالیا له وین مډسن سره یو ځای د دې مشورتي بورډ غړی شوی دی.

همداراز، د نیوزیلنډ لوبغاړي ډاریل میچل او مادي ګرین هم د نوو غړو په توګه ورزیات شوي دي.

دغه بورډ د نړۍ د کرکټ له مشهورو څېرو لکه پت کامینز، جیسن هولډر، هیډر نایټ او ایډن مارکرام څخه جوړ دی، چې د نورو لوبغاړو ترڅنګ د نړیوال کرکټ پر مهمو موضوعاتو سلا مشورې وړاندې کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، دا بدلونونه د ملي لوبډلو سره د وروستیو غونډو وروسته او د دې لپاره ترسره شوي چې د دې ورزش په راتلونکي کې د لوبغاړو ونډه نوره هم پیاوړې شي.

یاد مشورتي بورډ چې په ۲۰۱۸کال کې جوړ شوی او د کرکټ نړیوالې شورا له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

په دې بورډ کې د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو نظرونه او وړاندیزونه د نړیوالو سیالیو، پلان جوړونې او د لوبغاړو د حقونو په اړه وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...