Homeخبرونهمسوولان: د تېرو ۲۴ ساعتونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۳ پاکستاني...

مسوولان: د تېرو ۲۴ ساعتونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) ختیځ کې د طالبانو د حکومت د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې یې د «ردالظلم» غچ اخیستونکو بریدونو پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه بریدونه یې پر کونړ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې کړي.

سرچینې ویلي چې، د پاکستان پوځ د توپونو په غبرګون کې دوی د کونړ ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه د «ردالظلم غچ‌اخیستونکي» بریدونه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، لومړۍ سرحدي لوا د غچ اخیستونکو عملیاتو پرمهال د پاکستان ۲ټانکونه، ۲پوستې، یوه څارګره کمره او یوشمېر نور تجهیزات له‌منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې، د شلتن ولسوالۍ اړوند سرکي سر باندې د پاکستاني پوځيانو په ټانګ پوسته د ډرون څلور بریدونه کړي؛ خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

طالبانو ویلي، پاکستاني لوري په تېرو ۲۴ساعتونو کې د توپونو او درنو وسلو ۱۴۲ مرمۍ توغولې او دوه د ډرون بریدونه یې کړي، چې چاته په‌کې زیانه نه‌دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...