تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) د کلثوم په نوم کندهارۍ ماشومه په کابل کې نن سهار لس بجې مړه شوه.
د هغې پلار له رسنیو سره د مړینې دا خبر تائید کړی دی.
کلثوم په ستوني کې «بهرنی جسم» بند و چې له کندهاره د درملنې لپاره کابل ته را لېږدول شوې وه.
نوموړې که څه هم وړمه ورځ د ماشومانو په اندرګاندي روغتون کې عملیات شوه او د عامې روغتیا وزارت ویاند یې په فېسبوک پاڼه د روغتیايي حالت ډاډ ورکړی وو خو بیا هم مړه شوه.
د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د دې خبر اوریدو ته سخت غبرګونونه ښودلي او د هېواد پر روغتیايي سیستم یې سختې نیوکې کړې دي.
دوی وایي د کندهار په څېر په یوه لوی ولایت کې د یوه ماشوم درملنه ونشوه او کابل یې د درملنې به صورت کې مړه شوه چې، د ټولنیزو فعالانو په وینا دا د شرم خبره ده.
ځلاند عبدالله لیکلي: « تعلیم مباح عمل دی. په زرګونه ډاکتران، ماسټران، او نور علمي کادرونه بې دندې دي او پر ځای یې بې تعلیمه کسان ګمارل کېږي، نو دا حال خو به وي.»
نوید شیرزي بیا لیکلي: « زمونږ ډاکتران ډېر کمزوري دي، دا که هند یا پاکستان وای دا ماشوم به نن ژوندی وای».
سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت یې په لومړۍ ورځ د روغتیا د ډاډ خبر ورکړی وو خو تر اوسه یې د مړینې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا کچیری لندن، امریکا، ترکیې کښې وی حتمآ به یی علاج شوی وه. الله دی د ملایانو اولاد او کورنی په داسی امراضو ګرفتاره کړی چی هیڅ علاج یی و نشی. هیواد کی نه درست ډاکټر پاتې دی د دوی له ناوړه کړو او نه درست درملته او دوا شته. څو کاله ورسته به ښځینه ډاکټره هم پیدا نکړی، د یوې تعلیمی د طرحی د جوړولو ظرفیت ستاسو په سر کی نشته الله مو ټول تباه کړی د خنځیر ځامنو. لکه د جمهوریت لنډغر او غله چی الله ج ورکړل انشاءالله چی تاسی به هم زر سره ورک شی ـ
پښتو متل.چي ډم يي وی رهبر،کار يی نه وی تر چا بر. ديوی حکومتي اډاني چی وزیر يی وهونکۍ وی اوعلوم مباح ګڼی،په يوه کار باندي د ګمارلو په مهال دمسلکی ډګری،تجربی او وړتيا پځای د انتحاري تجربي،لنګوټي،د ږيري اوږدوالی اوصدري/واسکټ ته ارزښت ورکول کيږی نو پايله يي تر دی نه ښه کيږی.فاعتبرو يا اولي الابصار