Homeخبرونههند افغانستان سره د توبرکلوز ۱۳ ټُنه واکسین مرسته وکړه

هند افغانستان سره د توبرکلوز ۱۳ ټُنه واکسین مرسته وکړه

تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) د هند حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د توبرکلوز ناروغۍ مخنیوي لپاره ۱۳ ټنه واکسین لېږلی دی.

دیاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې ده.

د هغه په وینا، دا واکسینونه به د ماشومانو د واکسین پروګرام پیاوړی کړي او د توبرکلوز ناروغۍ پر وړاندې به د مبارزې هڅې زیاتې کړي.

هند تېرکال هم څو ځله افغانستان سره روغتیايي مرستې کړې دي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، هند ته د سفر پرمهال له دې هېواد څخه د افغانستان د روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره د لازیاتو همکاریو غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...