Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالب چارواکو د بندیزونو نوملړ تازه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالب چارواکو د بندیزونو نوملړ تازه کړ

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د څلورو جګپوړو طالب چارواکو په اړه د بندیزونو په نوملړ کې معلومات تازه کړي دي. دا بدلونونه د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۳) د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې اعلان شوي دي.

په تازه معلوماتو کې د طالبانو د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو او پترولیم وزیر هدایت‌الله بدري نومونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا نوي بندیزونه نه دي، بلکې د دغو کسانو د پېژندنې اړوند معلومات، مستعار نومونه او رسمي اسناد تازه شوي، څو د موجوده بندیزونو پلي کېدا لا اغېزمنه شي. د بېلګې په توګه، ملا حسن اخوند د «حاجي ملا» او هدایت‌الله بدری د «ګل اغا اسحاق‌زي» په نومونو هم ثبت شوي دي.

امنیت شورا ویلي چې دا بدلون د تېرې میاشتې د پراخې بیاکتنې برخه ده، چې پکې د طالبانو د ۲۲ چارواکو معلومات نوي او یو ځل بیا تایید شول چې دوی لا هم تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.

د دغو بندیزونو له مخې، یاد کسان د شتمنیو له کنګل کېدو، د وسلو له بندیز او د سفر له محدودیتونو سره مخامخ دي، او یوازې د امنیت شورا په اجازه نورو هېوادونو ته سفر کولی شي.

بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا ډول بندیزونه د خلکو پر حقونو اغېزمن بللي دي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا نوملړ په داسې حال کې تازه کوي چې د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت یې هم د یوه بل کال لپاره غځولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...