Homeخبرونهپاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د دوهم پړاو خبرو د کوربتوب...

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د دوهم پړاو خبرو د کوربتوب وړاندیز کړی

تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) اسوشیټېډپرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د کوربتوب وړاندیز کړی دی.

پاکستان ویلي چې، دا پړاو خبرې دې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شي. د راپور له مخې، دا خبرې به په راتلونکو ورځو کې، د اوربند له پای ته رسېدو مخکې ترسره شي.

اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې ویلي چې، دا وړاندیز به د دواړو لورو په غوښتنې پورې تړلی وي.

سرچینې ویلي که هغوی بل ځای غوره کړي، نو ممکن د خبرو ځای بدل شي.

د راپور له مخې، پاکستان هڅه کوي چې د منځګړتوب له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو بهیر ته اسانتیا برابره کړي، څو سیمه‌ییز ثبات پیاوړی شي.

په همدې حال کې الجزیرې او اعربیې چاینلونو هم ویلي چې ممکن ایران او امریکا د پنجشنبې په ورځ بل پړاو خبرې پیل کړي.

تر دې وړاندې د لومړي پړاو خبرو کوربه هم پاکستان وو خو هغه پړاو بې پایلې پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...